ایران د صهیونیسټي رژیم په ملاتړو نیوکه وکړه
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټانو له جنایتونو د ملاتړ د شرم داغ به د دغه رژیم د ملاتړو په تندي باندې تر ابده پاتې شي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټانو له جنایتونو د ملاتړ د شرم داغ به د دغه رژیم د ملاتړو په تندي باندې تر ابده پاتې شي.
د ایسنا د خبر له مخې، ناصر کنعاني چافي په خپلې ایکس پاڼې ولیکل: په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټانو د جنګي جنایتکارانو له خوا جنګي جنایتونه او د فلسطینیانو په تیره بیا د مظلومو ماشومانو وژله په بې رحمۍ سره روانه ده.
کنعاني زیاته کړه: د صهیونیسټي رژیم پیژندل شوي ملاتړي هم په بې شرمۍ سره د بشري حقوقو شعارونه ورکوي او په سپين سترګۍ سره د نورو خپلواکه هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه او نظرڅرګندونه کوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د غزې د جنګ د شهیدانو شمیر تر دې دمه ۳۸ زره او ۱۵۳ کسانو ته او د زخمیانو شمیر هم ۸۷ زره او ۸۲۸ تنو ته رسیدلی دی او دا په داسې حال کښې دي چې تراوسه له ۱۰ زرو زیات کسان په غزه کښې بې درکه شوي او ترکنډولو لاندې دي.