له ډالر سره  په مقابلې کې  د روسیې او ایران  هوښیار اقدام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150080
پارس  ټوډې- د ایران داسلامی جمهوریت د ملی بانک مشر د ایران او روسیې ترمینځ  دتجارتي مبادلاتو لپاره د پیسو د دوه اړخیزې موافقې  خبر ورکړ.
(last modified 2024-07-08T07:28:44+00:00 )
Jul 08, 2024 11:55 Asia/Kabul
  •  له ډالر سره  په مقابلې کې  د روسیې او ایران  هوښیار اقدام

پارس  ټوډې- د ایران داسلامی جمهوریت د ملی بانک مشر د ایران او روسیې ترمینځ  دتجارتي مبادلاتو لپاره د پیسو د دوه اړخیزې موافقې  خبر ورکړ.

پر نړیوال اقتصاد د سلطې لپاره دامریکا یو ترټولو اصلي  آوزار او اړم ددغه هیواد کرنسي یعني ډالر دی  چې په کرتو  له واشنګټن سره  د ناغږمله هیوادونو په ضد په اقتصادي جنګ کې  کارول کیږي. له دې امله د ایران،روسیې او چین په څير  هیوادونه هڅه کوي، له ډول ډول سیاستونو او رودو څخه په استفادې سره د ډالرو له دباؤه  ځان وژغوري.

پارس ټوډې  راپور ورکړی، د ایران  د مرکزي  بانک عمومی مشر محمد رضا فرزین  په یولړڅرګندونو کې ووئیل د روسیې په سنټ پيټرزبرګ کې ئې ددغه هیواد  د مرکزی بانک له مشر سره د کتنې په پای کې د تجارتی مبادلاتو لپاره د ملي پیسو د نغدې معاوضې  دتامینولو  په خاطر د پیسو  د دوه اړخیز  تړون  لاسلیک کړ.

فرزین زیاته کړې ده ، ډير زر به د ایران د اسعارو او طلا د مبادلې په مرکز کې (ریال آفشور)له پولې ورآخوا  د ریال د موافقې د معاملاتو د بیخ بینائيو   په افتتاح سره ، تاجرانو او بانکي  چینل ته   لازم دستورالعملونه  وړاندې کړي.

د ایران د مرکزی بانک مشر روښانه کړې ده،د پیسو په تړون سره به،د  ریال او روبل ځاي اسعارو په اساس  مبادلې وشي او کوم ضرورت نشته  د نورو له اسعارو استفاده وشي. دا چاره د هیواد په تجارتي مبادلاتو کې د ودې لپاره یو پيل دی  د اسعارو  له امله ډیرې خطرې له مینځه وړي.له دې امله دا مهم د ایرانیو تاجران او د روسیې پانګوالو لپاره ډير خوښه چاره ده.

ښاغلی فرزین همداراز د ایران او روسیې بانکي او مالی  مناسباتو ته په اشارې سره  ووئيل، په دوو اړخیزې ناستې کې ددواړو لورو د متخصصانو پلاوي ، د ایران له شتاب چینل سره د  روسیې د میر کارتی  چینل د ګنډل کیدا  د لوازماتو  په نهائي کیدا سره ، دغه پروژه  داسې عملیاتي مرحلې ته وارده شوه چې  د هغې لومړي فیز  به د میلادي کال راتلونکي میاشتې تر وروستیو پورې ،یعني د  د وږي یا سنبلې دمیاشتې تر لومړیو پورې ، د ایرانیو ښاریزو لپاره د استفادې وړ وي.

د ایران د مرکزی بانک عمومی مشر ټينګار وکړ، په دغې مرحلې کې  د ایران شتاب چینل بانکي کارډونه د (کهربا) بانکي سمارټ کارډ د پلان په چوکاټ کې  د روسیې  له ټولو اې ټي ایم ،سسټمونو څخه پخپلو بانکي  کارډونو سره    د روبل نوټونه ترلاسه کولی شي.

فرزین روښانه کړې ده، د  اتصال یا یوځای کیدا دوهمه مرحله به  په ایران کې د روسیې ښاریزو  د استفادې لپاره  وي او په دریمې مرحلې کې  د ایران شتاب کارډونه  د روسیې په پلورنځایونو کې  د استفادې وړ وي.