-
ايران د کرنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي
Aug 23, 2023 09:12د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات سرپرست مولوي عطاء الله عمري د ايران د اسلامي جمهوريت په رسمي بلنه دغه هېواد ته د سفر پرمهال د ياد هېواد د جهاد او کرنې له مرستيال وزير مجتبی خيام نګوئي او د ايران د کرنيزو څېړنو، روزنې او ترويج د مرکز له مشر سره وکتل.
-
د ایران مهاجر ۱۰ ډوله بې پایلوټه استثنايي ده
Aug 23, 2023 01:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني وویل د مهاجر لس په نوم استثنايي بې پایلوټه الوتکه په یوه ساعت کښې په دوه سوه کلومیټره مزل کولو سره تر دوه زره کلومیټرو پورې مزل کوي.
-
عربستان له ایران سره د اړیکو د نوي پړاو غوښتونکی دی
Aug 23, 2023 01:33د عربستان واس خبري اژانس راپور ورکړی د سعودي عربستان د وزیرانو پلاوي وویل ریاض له ایران اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د نوي پړاو د پیلولو هڅه کوي.
-
د نړیوالې ټولنې غفلت اروپا ته د افغان مهاجرینو د ورتلو سبب ګرځي
Aug 23, 2023 01:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر«عبدالله مبیني» وویل په ایران کښې د افغانستان د مهاجرینو په موضوع کښې د نړیوالې ټولنې غفلت به د نورو هیوادونو په تاوان وي.
-
د سولې لپاره د ایران او د پاکستان رول مهم دی
Aug 23, 2023 00:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د مشرانو جرګې سینا مشر محمد صادق سنجراني وویل تهران او اسلام اباد ګډو ګټو په تیره بیا سیمه ئیزې هوساینې او سولې ته د رسیدا لپاره مهم رول لوبوي.
-
د ایران او د فلسطین مشرانو خبرې وکړې
Aug 23, 2023 00:25تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سلاکار او د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد النحاله» د نیواکي ټاټوبو د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې وکړې.
-
دښمنان نشي کولای په تخریب او جاسوسۍ سره د دفاعي صنعت د پرمختګ مخه ونیسي
Aug 22, 2023 10:15د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران د ملت دښمنان په بندیزونو، ترهګرۍ، صنعتي تخریب، د دفاعي صنعت په زیربناو باندې په مستقیمو حملو او جاسوسۍ سره، د دغه هېواد د دفاعي صنعت د ودې مخه نه شي نیولی.
-
د امام خمیني (ره) له آرمانونو سره د ولسمشر او د حکومت د غړو د ژمنو نوي کول
Aug 22, 2023 09:59د دولت د اونۍ په درشل کې، د ایران د حکومت ولسمشر او غړو د حضرت امام خمیني (ره) په سپېڅلي زیارت کې په حضور سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي له آرمانونو سره خپله ژمنه تازه کړه.
-
د افغانانو تر منځ د خپل منځي خبرو کوربه توب ته چمتو یو
Aug 22, 2023 08:47د ایران اسلامي جمهوریت حکومت وايي، دوی چمتو دي چې د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو کوربه توب وکړي.
-
د ایران اوافغانستان مطبوعات
Aug 22, 2023 12:15د ایران لوی درستیز جنرال باقری وایی د نړۍ پوځي قدرتونه د ایران له دفاعي بریاو په ګټه پورته کولو پسې دي .