په پاکستان کې تکفیری ترهه ګرو یوځل بیاوحشيتوب ته مخه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143082-په_پاکستان_کې_تکفیری_ترهه_ګرو_یوځل_بیاوحشيتوب_ته_مخه_کړې
په تیرو ۲۴ساعتونو کې د   پاکستان د  خیبر پختونخواه صوبې په ډيره اسماعیل خان او شاوخوا سیمو کې  د پوځ په پاکونکو عملیاتو کې  کابو دیرش ترهه ګر هلاک  او دغه راز په کلاچۍ  سیمې کې په یوې پُستې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي  ټي پي د  جنایتکارو په ځان مرګي برید کې هم ۲۳ امنیتي مامورانو  خپل ژوندله لاسه ورکړی دی .
(last modified 2023-12-13T04:22:01+00:00 )
Dec 13, 2023 01:31 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې تکفیری ترهه ګرو یوځل بیاوحشيتوب ته مخه کړې

په تیرو ۲۴ساعتونو کې د   پاکستان د  خیبر پختونخواه صوبې په ډيره اسماعیل خان او شاوخوا سیمو کې  د پوځ په پاکونکو عملیاتو کې  کابو دیرش ترهه ګر هلاک  او دغه راز په کلاچۍ  سیمې کې په یوې پُستې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي  ټي پي د  جنایتکارو په ځان مرګي برید کې هم ۲۳ امنیتي مامورانو  خپل ژوندله لاسه ورکړی دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي د پاکستان په ډيره اسماعیل خان  شاوخوا کې د پاکستان د پوځ  په یوې پُستې ترهه ګره حمله په سخته محکومه کړې چې یوشمیر امنیتی مامورانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعانی د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په ډیره اسماعیل خان شاوخوا کې په یوې پوځي پُستې د  ځان مرګي حملې په نتیجې کې د قربانیانو  له کورنیو سره  د خواخوږۍ په ښودلو سره د پاکستان دوست ،ورو او اسلامی هیواد  حکومت ،پوځ او ولس ته تلسیت وئيلی او دهمدردۍ اظهار ئې کړی دی.