-
ټرامپ له ټولو هیوادونو د شیانو په واردولو د لس فیصده تعرفو خبر ورکړ
Feb 21, 2026 03:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یوه پیغام کښې له ټولو هیوادونو څخه په وارداتي شیانو باندې د لس فیصده تعرفولو د لګولو لپاره د اجرايي حکم د لاسلیک کولو خبر ورکړ او ویې ویل دغه حکم به تقریبا سمدستي اجرايي شي.
-
د اسرائیلو رژیم په لبنان کښې د فلسطین د حماس غورځنګ دوه غړي شهیدان کړل
Feb 21, 2026 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د یوې رسمي خبر پاڼې په خپرولو سره د فلسطین د ملت د دوو بچیانو او د مبارزانو چې د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم له جنایتکاره حملو وروسته شهیدان شول مبارکۍ او تسلیت ووایه.
-
د نوي ډیلي لومړیتوب له ډاډمنو سرچینو په مناسبه بیه د انرژۍ ترلاسه کول دي
Feb 21, 2026 00:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «راندیر جیسوال» د نوي ډیلي د انرژۍ د پالیسیو په دوام باندې ټينګار سره وویل د نوي ډیلي لومړیتوب د انرژۍ په زمینه کښې د هیواد د مصرفونکو د ګټو ساتل او د اعتماد وړ او د ډاډمنو سرچینو له لارې او په مناسبه بیه د کافي انرژۍ له ترلاسه کولو اطمینان دی.
-
اسرائیلو په شپږو ورځو کښې زر ځله د فلسطینیانو پرضد تیري کړي دي
Feb 21, 2026 00:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د شمیرنو مرکز «معطی» په یوه راپور کښې وویل د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې له دیارلسمي ترې نولسمې نیټې پورې په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو او د اسرائیلي ځواکونو لخوا په ټول کښې یو زر او درې نوي(۱۰۹۳) ځله تیري او بریدونه ثبت شوي دي.
-
نړیواله چوپتیا د اسرائیلو لخوا د جنایتونو د ترسره کولو سبب ګرځي
Feb 21, 2026 00:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین «جهاد اسلامي» غورځنګ د لبنان په جنوب کښې په «عین الحلوه» کیمپ کښې د قدس د نیواکګر رژیم ترهګرې حملې او هوايي تیري ته په غبرګون کښې دغه جنایت وغاند او ټینګار یې وکړ نړیواله چوپتیا د تل اویو لخوا د جنایتونو د ترسره کیدا سبب کیږي.
-
د امریکا ولسمشر د سترې محکمې حکم ډیر ناهیله کونکی وباله
Feb 20, 2026 23:50زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې یو ډیر سرزوری، غیر منطقي او دروغجن سړی دی وویل چې د سترې محکمې فیصله د محکمې د ځینو غړیو لپاره د شرم وړ ده او زه د محکمې د څو ځانګړیو غړیو په وجه شرمیږم.
-
د فلسطین ۸۸۰ کورنۍ د صهیونیسټانو د بریدونو په وجه کډوالې شوي دي
Feb 20, 2026 23:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي «اسټفان ډوجاریک» وویل د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د منظمو بریدونو او د سختو اعمال شویو محدودیتونو په وجه د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې د فلسطین کابو اته سوه اتیا کورنۍ خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي او هغوې کډوالې شوي دي.
-
ایران او امریکا د اختلافاتو د حل لپاره ډيپلوماسۍ ته دوام ورکړي
Feb 20, 2026 23:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند «اسټفان ډوجاریک» وویل دغه نړیوال ارګان له ایران او امریکا غواړي چې د اختلافاتو د هواري لپاره ډيپلوماسۍ ته دوام ورکړي.
-
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې له ایران سره په ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ
Feb 20, 2026 22:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د باندنیو چارو وزیرې ایووت کوپر (Yvette Cooper)د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره د کتنې په درشل کښې د ایران په اټومي موضوع کښې د ډيپلوماسۍ لارې ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا باید د پوځي تاوتریخوالي پرځاې له ایران سره خبرې وکړي.
-
مکرون: د بیان ازادي "بی معنی " ده
Feb 20, 2026 12:33پارس ټوډې - د فرانسې د ولسمشر له نظره د الګوریتمونوله روڼتیا پرته د بیان ازادي "بشپړ بې معنی" ده او د آنلاین خبرو اترو د لارښوونې میکانیزم باید روښانه شي.