-
د ایران د وروستیو پېښو د ملاتړو اولمسؤنکو لپاره قضائي دوسیې جوړې شوې
Jan 21, 2026 01:18د تهران څارنوالئ په یوه عملي اقدام کې، د هېواد په سطحه د وروستیو ترهه ګرو اوبلواګرو پېښو د لمسؤنکو پر ضد دوسیې جوړې کړي او د ځینوکسانو او ټولنو شتمنۍ توقیف شوي دي.
-
د اسراییلو د پوځ لوی درستیز د بشري ځواک د شدید کمښت په اړه خبرداری ورکړ
Jan 20, 2026 12:24د صهیونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز د دې نظامي ادارې د بشري سرچینو د جدي کمښت په اړه د دې رژیم سیاسي او امنیتي چارواکو ته په یوه تنده لیک کې خبرداری ورکړ.
-
په غزې کې د ناروغیو د خپراوی په اړه خبرداری
Jan 20, 2026 12:22یو فلسطینی طبي چارواکی په غزې کې د بې ځایه شویو په خیمو کې سختې ګڼه ګوڼې ته په اشارې سره، د بېلابېلو ساري ناروغیو د خپراوی په اړه خبرداری ورکړ او وویل: دغزې ۹۰ سلنه اوسیدونکې بې ځایه شوي او اکثره یې په ګڼ میشتو خیمو کې اوسیږي او د سالم ژوند لپاره له تر ټولو لومړنیو امکاناتو څخه محروم دي.\
-
په جنیوا کې د ایران سفیر د غربي هیوادونو په دوه ګونې چلند سختې نیوکې وکړې
Jan 20, 2026 12:20د ایران د اسلامي جمهوریت استازی علی بحرینی په جنیوا کې د ایران د وروستیو حالاتو په اړه د یوې غونډې په جوړولو سره، د مختلفو هیوادونو استازو او سفیرانو سره په ناسته کې د غربي هیوادونو په دوه ګوني چلند باندې سختې نیوکې وکړې.
-
چین له خپلو وګړو څخه وغوښتله چي افغانستان ته له سفر څخه ډډه وکړي
Jan 20, 2026 12:18په کابل کې د چین سفارت په شهرنو کې په یوه چینایي رسټورانت باندې له چاودنې وروسته یوه خبرتیا خپره کړه او یو ځل بیا یې له چینایي وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي
-
چین ته هم د غزې د سولې په شورا کې د ګډون بلنه ورکړل شوه
Jan 20, 2026 12:13د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا له خوا د غزې د سولې شورا سره د دې هېواد د یوځای کېدو لپاره د بلنې خبر ورکړ.
-
د ارجنټاین لهخوا پر سپاه پاسدارانو تور لګول د ایران د ملي ګټو پرضد اقدام دی
Jan 20, 2026 12:09پارسټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ارجنټاین هغه ناعادلانه پرېکړه په کلکه وغندله چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په یوې برخې ئې ناسم تورونه پورې کړي دي، او دا ئې د ایران د امنیت او ملي ګټو پر ضد اقدام وباله.
-
د ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د ارزونې غونډه
Jan 20, 2026 12:06د ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د مختلفو فرصتونو د ارزونې غونډه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال «حمید قنبری» په مشرۍ او په کابل کې د سفارت سرپرست «علیرضا بیکدلي» او د بهرنیو چارو وزارت د څو لوړپوړو مدیرانو په ګډون ترسره شوه.
-
امریکا هرځاي ته چې وارده شي،نو ولې له هغه ځایه ثبات کډه باروي؟
Jan 20, 2026 11:13پارسټوډي – د امریکا د بهرني سیاست درک کول، د وروستیو لسیزو په اوږدو کې د دغه هېواد د پوځي مداخلت له رول پرته ممکن نه دي.
-
د وروستیو پېښو په اړه د امام خامنه ای درې مهمې روښانونې
Jan 20, 2026 10:28پارسټوډي –د اسلامي انقلاب معظم رهبر، حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنهای د مبعث د نیکمرغه اختر په په مبارکه ورځ، د ایران د بېلابېلو سیمو له زرګونو خلکو سره په لیدنې کې، د مرغومې یا جدې د میاشتې د ۲۲ ورځې د ولسي او حماسي خوځښت په ستاینې کې ټینګار وکړ: د ایران ملت د فتنې ملا ماته کړه، خو لازمه ده چې د دې فتنې ماهیت، موخې او د هغې «روزَل شوي» او «غولول شوي» عوامل په ښه توګه وپېژندل شي.