-
د سوریې د ساحلي سیمو خلکو د جولاني په سیاستونو سخت اعتراض کړی
Dec 10, 2025 02:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د ساحلي سیمو خلکو د پخواني ولسمشر بشار اسد د حکومت د نسکوریدا د لومړۍ کلیزې په مناسبت د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره د احمد الشرع چي په ابو محمد الجولاني مشهور دی په مشرۍ د سوریې د موقته حکومت په سیاستونو باندې اعتراض کښې کاربندیز کړی.
-
د سعودي عربستان او د سوریې چارواکو د سیمې د بدلونونو په هکله خبرې وکړې
Dec 10, 2025 02:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو وویل چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د سوریې د موقته حکومت ولسمشر احمد الشرع د سیمې د بدلونونو او د دوه اړخیز اړیکو په اړه ټیلي فوني خبرې وکړې.
-
د اوکراین د ولسمشر د رژیم لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي
Dec 10, 2025 01:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې یوه لوړرتبه چارواکي «لئونیډ اسلوتسکي» وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ صبر په ختمیدا دی او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د حکومت د نسکوریدا لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي.
-
نړۍ باید په پریکنده توګه د اسرائیلو لخوا د نسل کشۍ د بندولو او د قربانیانو د کرامت لپاره اقدام وکړي
Dec 10, 2025 01:32پارس ټوډې - په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د نسل له مینځه وړل په چوپتیا سره نشو پاکولای وویل دنیا باید په پریکنده توګه، په ډله ئیزو ډول او سمدستي د اسرائیلو لخوا د نسل کشۍ د جنایت د ختمولو او د قربانیانو د کرامت ساتلو لپاره اقدام وکړي.
-
امریکا د عراق د راتلونکي لومړي وزیر په انتخابولو کښې لاسوهنه کوي
Dec 10, 2025 01:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د «قانون د حکومت» د ائتلاف یوه غړي «زهیر الجلبي» د خپل هیواد د راتلونکي لومړي وزیر په انتخاب کښې د امریکا او د ځینو لابیو د ښکاره لاسوهنې خبر ورکړ.
-
د ایران خارجه وزیر د عربستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ
Dec 10, 2025 01:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت قائمقام »ولید الخریجي» او د چین د باندنیو چارو د وزیر مرستیال «میاو ده یو» پرون د ایران د چین او د عربستان د درې اړخیزه دریمې غونډې په پاې کښې د ایران د باندنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
-
وطن او کډوالي ۱۷
Dec 09, 2025 11:56په داسې نړۍ کې چې له سفارتونو څخه تر ټولنیزو رسنیو پورې، هر انځور د بشپړ ژوند ژمنه کوي، ممکن ډېری کم کسان د دې تصویرونو ترشا صحنو ته وګوري؛ هغه ځای چې بکسونه د آزادۍ نښه نه، بلکې له ځان څخه د تېښتې لپاره یوه استعاره ده. دا غږ، د مهاجرت په اړه د رسنیو د کیسو د نرم او ځلیدونکي طبقې د ماتولو هڅه ده. هغه طبقه چې ډېری وختونه د واقعیت له جوړښت څخه ډېر څه نه وي.
-
ایا د امریکا د ملی امنیت سند د اټلانتیک د دواړو لورو په اختلافاتو کې د بدلانه پېچومې ده؟
Dec 09, 2025 11:10پارس تودی- د امریکا د ملي امنیت د سند له خپراوی وروسته، د اټلانتیک په دواړو لورو کې د ټنشن زیاتوالې او د اوکراین د جنګ په سر ژور اختلافات، د واشنګټن او اروپایي پلازمینو تر مینځ د بې مخینې اختلاف لامل شوی دی.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي پروګرام تل سوله ئیز و او دی
Dec 09, 2025 10:53زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند «کمالوندي» وویل د سیف ګارډ موافقه لیک له دولس ورځني جنګ څخه وروسته شرایطو ته ځواب ویونکی نه دی.
-
امریکا به له پولینډ هیوااد څخه خپل عسکر او پوځیان ونه باسي
Dec 09, 2025 10:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پولینډ د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «مارچین بوساتسکي» وویل واشنګټن وارسا ته ډاډ ورکړی دی چې خپل پوځي ځواکونه به له دغه هیواد څخه ونه باسي.