وطن او کډوالي ۱۷
په داسې نړۍ کې چې له سفارتونو څخه تر ټولنیزو رسنیو پورې، هر انځور د بشپړ ژوند ژمنه کوي، ممکن ډېری کم کسان د دې تصویرونو ترشا صحنو ته وګوري؛ هغه ځای چې بکسونه د آزادۍ نښه نه، بلکې له ځان څخه د تېښتې لپاره یوه استعاره ده. دا غږ، د مهاجرت په اړه د رسنیو د کیسو د نرم او ځلیدونکي طبقې د ماتولو هڅه ده. هغه طبقه چې ډېری وختونه د واقعیت له جوړښت څخه ډېر څه نه وي.
میلاد یو ځوان انجینیر وو چې تل به یې په خپلو ټولنیزو رسنیو کې موسکا کوله. د هغه پوسټونه د ښکلي کافې، د پاکو سړکونو تابلوګانو او د سهارني ورېځو له عکسونو څخه ډک وو. هره ورځ ۷ زره فالوورزو د هغه د عکسونو لاندې لیکل:
خوش قسمته یې! مګر هېچا کله چې هغه انځورونه اخیستل کېدل، د لنز تر شا د درنو ساګانو غږ نه اورېدلو؛ هغه غږ چې ویل یې: زه ستړی یم له بې رېښې والې څخه. یوه ورځ له قاب څخه ووتلو. خپل تیکټ یې څېرې کړلو، بلکې جعلي معناوې یې څېرې کړې. پرېکړه یې وکړه چې په وطن کې پاتې شي او خپل ځان بیا تعریف کړي، نه د فلترونو په هینداره کې، بلکې د ژوند په واقعیت کې.
په ډله ییزو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې، کډوالي اکثرا د نښو او ژمنو سیسټم سره معرفي کېږي: د خالي کوڅو انځورونه، ظاهري نظم، تصویري هوساینه او عامه درناوی. مګر هغه څه چې ډېر لږ ښودل کېږي د کلتوري تطابق زوړوالی، یوازیتوب او د هویت ټوټې کېدل دي. کډوالي، کله چې د اعلاناتو په ژبه وژباړل شي، له یوې پېچلې پدیدې څخه په یوه توکي بدلېږي.
رسنۍ په شعوري ډول یوازې د واقعیت هغه برخې روښانه کوي چې د "ښه ژوند" لپاره له ګډې غوښتنې سره سمون لري. "د امید د پلور لپاره کیسه." مګر د راستنېدو په روایت کې، رسنۍ چوپتیا غوره کوي. راستنېدل، نه په زړه پورې دی او نه هم سلفي؛ دا د وتلو په شور کې ورک شوی دی. په داسې حال کې چې هر راستنېدل ناکامي نه ده، بلکې د پوهېدو بله بڼه ده. هغه پوهېدل چې یو سوړ تمدن یوازې یو سراب دی.
په وروستۍ لسیزه کې، د کډوالۍ په تړاو پراخه رسنیزه محتوا تولید شوې ده: د کارموندنې ادارو او د ویزې دلالانو لپاره له اعلاناتو څخه نیولې په هیله بخښونکي موسیقۍ سره تر هڅوونکي کلیپونو پورې، په دې منځ کې، یوه عامه ادبي او بصري ژبه رامنځته شوې چې پکې د "فرصت"، "روښانه راتلونکي" او "امنیت" په څېر کلمې پلورل کېږي. مګر همدا ژبه د واقعیت خاموشه ټوټه لرې کوي: د رواني ستړیا، اضطراب، د جلاوطنۍ احساس لري کول.
په رسنیو کې د عصري کډوالۍ یوه مهمه برخه د عمل په بڼه نه، بلکې د مصرف کوونکو انځورونو په بڼه رامنځته کېږي. په بل عبارت، "نمایشې کډوالۍ" د "تجربي کډوالۍ" ځای نیولی دی. خلک د تلو پر ځای، په خپلو ذهنونو کې مهاجرت کوي؛ د دوی ژوند لاهم په وطن کې دی، مګر د رسنیو د روایتونو له امله له ځانه بېګانه کېږي.
کله چې د "هیله بخښونکي" انځورونو څپه راشي، نو بل پړاو یعنې په منزل کې نا امیدي نه راځي. د رسنیو د تمو او حقیقي تجربې ترمنځ واټن، د معکوس مهاجرت یو لوی عامل دی. ډېری راستنېدونکي دا نه مني چې د دوی د راستنېدو اصلي لامل د دوی د ذهني انځور سقوط وو.
هغه رسنۍ چې دوی ته یې د تلو درس ورکړی وو، کله چې دوی بیرته راشي، غلي وي. خو د رسنیو رول یوازې جوړول نه دي؛ ځینې وختونه باید تخریب وکړي، ترڅو وښيي څه شی ډېر ریښتینی دی. که رسنۍ خپل ټولنیز مسئولیت ومني، نو کولای شي د پاتې کېدو او تلو متوازن انځور وړاندې کړي. نه د خوب تبلیغ، بلکې د واقعیت روایت.
نوې پدیدې لکه نړیوال لري کارکول د رسنیو په انعکاس کې دوه ګونې څېره لري. د انځور په کچه، رسنۍ د هغه عصري سړي په اړه خبرې کوي چې په خپل لپ ټاپ سره د کړکۍ رڼايي ته ناست دی، په خلاصو جامو کې، پرته له سرحدونو، پرته له ساعت څخه. په اعلاناتو کې لیکي: د نړۍ له هر ځایه، ډالري عاید ترلاسه کړئ. هغه شعار چې د آزادۍ بوی ورکوي، مګر کله د بې ثباتۍ خوند لري. هغه څه چې ډېر کم روایت کېږي، د اقتصادي واقعیت او رؤیا ترمنځ واټن دی.
رسنۍ، د خپل روایت د یووالي د ساتلو لپاره، اقتصاد «ارماني» کوي؛ د تبادلې نرخونه، پټې مالیې، د کار بازار سوړوالی او هغه رواني ستړیا چې د کار د نهلیدل کېدو له امله رامنځته کېږي، له نظره غورځوي. هغه نه غواړي چې د هغه د خیالونو انځور «ازاد نړیوال کارګر» درز پیدا کړي. خو راستنېدونکي بله کیسه لري. دوی پوه شوي چې ریښتینی امتیاز، د اسعارو په شمېر کې نه دی، د انساني زړه په نرخ کې دی؛ په دې چې د آرام زړه په برکت د ژوند په کم لګښت کې، په مخامخ خبرو، د همکارانو د لاسونو په تودوخه کې، د هغه کورنۍ په شتون کې چې لا هم تا ته قهوه برابروي. دوی زده کړي چې د بې سرحده پیسو ارزښت، د ګډ وخت له شتون پرته، بېریښې کېږي.
ډېر ډالر، هغه کور نه شي جوړولای چې ستا غږ واوري. د دوی په آند، نړیوال لیرېکارول د آزادۍ نښه نه، بلکې د یوه نوي بېلتون نښه ده؛ د کار او خاورې تر منځ، د شتمنۍ او امنیت تر منځ، د انسان او کور تر منځ بېلتون. رسنۍ لا هم په ډېرې رڼا سره پرې خبرې کوي، خو په دې زیاتې رڼايي کې د سیورو جزئیات ورکېږي. راستنېدونکی، د دې روایت په خلاف، د واقعیت په تیاره کې، یوه انساني رڼا ویني: ژوند چې ورو دی، خو معنالرونکی؛ هغه اړیکې چې «باور» پکې د «محاسبې» ځای نیسي. هلته دی چې پوهېږي: د هیلو دوام په بېوقفه وصل کې نه دی، بلکې په هوښیار ریښهدرلودو کې دی؛ په هغه پاتې کېدو کې چې آګاهانه وي، نه په ناچارئ.
په بحراني ورځو کې، رسنۍ بېرته هغه زوړ انځور تولیدوي: کډوالي د ژغورنې په توګه، پاتې کېدل د شاته پاتې کېدو په توګه.
خو یو بل انځور هم شته؛ هغه انځور چې لږ خپرېږي، خو ډېره مانا لري: د هغو کسانو څېرې چې پاتې کېږي، څو د راتلونکي په جوړولو کې برخه واخلي. د ګډ برخلیک اخلاق دا دي چې ومنو انسان د خپل وطن د ټولیز برخلیک په وړاندې مسئول دی. که رسنۍ دا د مسئولیت احساس منعکس کړي، کولای شي د کډوالۍ د هیلېخرڅولو صنعت پر وړاندې د پوهاوي یو سنګر جوړ کړي. پاتې کېدل هم د رسنیز عمل یوه بڼه ده؛ «حضور» په هغه درز کې چې تصویر جوړوي.
رسنۍ کولای شي یا داسې هینداره وي چې رښتیا منعکس کوي، یا هغه پرده چې واقعیت پټوي او مصنوعي هیله جوړوي. د کډوالۍ په موضوع کې، د رسنیو نړۍ اکثره پرده وه، نه هینداره. خو د راستنېدونکو نوی نسل د دې پردې د شکولو په حال کې دی؛ دوی په شخصي روایتونو، پاډکستونو، ساده خو رښتینو ویډیوګانو سره، له غربت وروسته د ژوند د واقعیت نوې څېره جوړوي.
په پای کې شاید ویلی شو: کډوالي په رسنیو کې هغه فلم ته ورته ده چې رڼا پکې زیاته ده خو جزئیات کم؛ خو راستنېدل هغه فلم دی چې رڼا یې کمه ده خو ژورتیا یې ډېره ده.
یو مخاطب غولوي، بل لیدونکی راویښوي. په هغه نړۍ کې چې رسنۍ خوبونه په مال بدلوي، تر ټولو لوی رسنیز عمل، د حق ویلو جرئت دی؛ حتی که دا حق، چوپتیا وي د دوو نړیو او اوس تر منځ، غږ ورو کېږي، داسې نه چې خبرې ختمې شوي دي، ځکه چې ځینې وخت باید چوپ شي، څو د کلمو مانا د اورېدونکي په زړه کې رسوب وکړي.
موږ د میلاد په اړه وویل، د قابونو او فلټرونو په اړه، له هغه خوبه چې د نیون بوی لري خو د چوپتیا خوند نه لري. د رسنیو په اړه مو وویل چې له کډوالۍ څخه فلمونه جوړوي او د راستنېدو په اړه نه لیکي. د هغو کسانو په اړه چې د دوو جهانونو په منځ کې ولاړ دی: د تلو د خیال او د پاتې کېدو د واقعیت تر منځ. کېدای شي د دې لارې راز په همدې دوګوني توب کې وي؛ په دې پوهېدو کې چې ریښه لرل کله ناکله تر الوت سخت دي، خو که د الوت رېښې تشې شي، نو د اسمان پر ځای، په خلا کې غورځي.
رسنۍ راځي او ځي، څپې بدلېږي، خو هغه څه چې پاتې کېږي، د پیوستونو ترڅنګ د ژوند ارامه رښتیا ده. هغه ځای چې نومونه مانا لري، کورونه خاطرې لري، او خاوره لا هم ستا غږ پېژني. د دې روایت په پای کې، نه شعار پاتې کېږي او نه نسخه، یوازې یوه کوچنې پوښتنه چې د کلمو تر منځ انګازې کوي:
آیا موږ په رښتیا له وطنه تښتو، که له هغه تحریفشوي انځوره چې رسنۍ یې راته جوړوي؟
ژباړه: زماني