د امریکا احتمالي برید په وړاندې انصارالله بشپړچمتووالی اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i171090-د_امریکا_احتمالي_برید_په_وړاندې_انصارالله_بشپړچمتووالی_اعلان_کړ
پارس ټوډې- د یمن  انصارالله غورځنګ خپل ټول ځواکونه تیارسی کړي  او ټولې حکومتي ادارې ئې د امریکا د احتمالي ګواښونو پر وړاندې بسیج کړې دي.
(last modified 2026-02-24T08:47:02+00:00 )
Feb 24, 2026 13:13 Asia/Kabul
  • د امریکا احتمالي برید په وړاندې انصارالله بشپړچمتووالی اعلان کړ

پارس ټوډې- د یمن  انصارالله غورځنګ خپل ټول ځواکونه تیارسی کړي  او ټولې حکومتي ادارې ئې د امریکا د احتمالي ګواښونو پر وړاندې بسیج کړې دي.

پارس ټوډې د ایران پرس خبري اژانس له قوله راپور ورکړی، د یمن د انصارالله  ولسی غورځنګ یوې اړونده سرچینې وئيلي  دي؛ په دغه چمتووالی کې پوځي او  ولسی دواړه اړخونه شاملیږي.

سرچینې زیاته کړه چې اړین تجهیزات او وسلې د احتمالي بریدونو د ځواب لپاره ځای پر ځای شوي او د روغتیائي او امنیتي اقداماتو لپاره بېړني پلانونه هم جوړ شوي دي. په دې پلان کې د ژغورنې لپاره د ځواکونو بسیج او د بېړنیو طبي حالاتو چمتووالی شامل دی.

یادې سرچینې همداراز وویل چې انصارالله غورځنګ د غچ اخیستونکو توغندوي، هوايي او بې‌پیلوټه بریدونو لپاره نوې اډې فعالې کړې او د نورو یونټونو  د چمتووالي کچه ئې لوړه کړې ده څو د هېواد پر بېلابېلو سیمو کنټرول وساتي.

سرچینې وړاندوینه کړې چې که نوي بریدونه وشي، د انصارا...  مبارز ځواکونه به پرمختللې وسلې لکه له غږ تیز بالسټیک او سمندري توغندي او همداراز بې‌پیلوټه الوتکې وکاروي څو په وچې او سمندري سیمو  کې ټارګټونه په نښه کړي.

پر دې سربېره ، انصارا... ولسی غورځنګ  یوه بېړنۍ کمېټه فعاله کړې او د هر ډول راتلونکي بېړني حالت لپاره ئې بودجه ځانګړې کړې ده، څو د امریکائي ـ صهیونیسټي بریدونو پر مهال د تېرو تېروتنو د تکرار مخه ونیول شي.