-
شهباز شریف: د پاکستان د ملت له خوا به د آیتالله خامنهای د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړم
Jun 19, 2026 15:07د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن جمعه اعلان وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه به د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان د ملت په استازولی د حضرت آیتالله سید علي خامنهای د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
-
صهیونیستي رسنیو په جنوبي لبنان کې د «سختې امنیتي پېښې» د رامنځته کېدو خبر ورکړ
Jun 19, 2026 15:03عبري رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب کې د کفرتبنیت په سیمه کې د اشغالګرو ځواکونو د پرمختګ د هڅې پر مهال درنه امنیتي پېښه رامنځته شوې او صهیونیستي ځواکونو ته یې سخته مرګژوبله اړولې ده.
-
په ختیځه آسیا کې خطرناکه لوبه؛ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې تر توکیو ورسېدې
Jun 19, 2026 14:57د چین پر وړاندې د ځینو آسیایي هېوادونو دریځ او همدا شان په ایران باندې د امریکا د ناکامه جګړې د امله له واشنګټن څخه د هغوی د ناهیلي کېدو له امله د اوکراین پوځي شرکتونه اوس غواړي په ارام سمندر او اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي او په دې لړ کې له جاپان سره نوې دفاعي همکارۍ پیل کړې او له تایوان سره د پوځي اړیکو د پراختیا هڅه کوي.
-
د لبنان په جنوب کې سختې نښتې / د مقاومت ځواکونو د اسرائیلي پوځ د پرمختګ مخه ونیوله
Jun 19, 2026 06:36د لبنان رسنیو د دې هېواد په جنوبي سیمو کې د سختو نښتو خبر ورکړی دی. د دغو راپورونو له مخې، د مقاومت ځواکونو صهیونیسټي دښمن ته درانه تلفات اړولي دي.
-
اوچا: افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري
Jun 19, 2026 06:26د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري.
-
د ایران او امریکا له هوکړې وروسته د اسرائیلو د مالي بازار سقوط / ۴۲ میلیارده ډالر له منځه ولاړل
Jun 19, 2026 06:09پارس ټوډې – د امریکا او ایران له هوکړې وروسته د تلابیب مالي بازار د پراخ پلور او د ارزښت د سخت کمښت له څپې سره مخ شو.
-
بروجردي: د ایران قطعي سیاست، له ختیځ او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ده
Jun 19, 2026 06:00پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي ټینګار وکړ: د اسلامي جمهوریت ستراتیژیکه پالیسي له ختیځ او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ولاړه ده، چې په سر کې یې چین او روسیه قرار لري.
-
پزشکیان د قطر له امیر سره په خبرو کې: د اسلامآباد هوکړهلیک د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو فرصت دی
Jun 19, 2026 05:52پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر له امیر سره په ټلفوني خبرو کې، د تاوتریخوالي د کمولو او هغو ډیپلوماټیکو بهیرونو د اسانتیا په برخه کې د دوحې له رغنده رول څخه مننه وکړه چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پایته رسېدو هوکړې ته یې لار هواره کړه.
-
پزشکیان: د پاکستان هڅې به د ایران د ملت په حافظه کې تلپاتې پاتې شي
Jun 19, 2026 05:39پارس ټوډې – د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په خبرو کې، د پاکستان د حکومت د خواخوږو هڅو او د منځګړیتوب د بهیر د پرمختګ او لومړنۍ هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د هغوی د رغنده رول ستاینه وکړه.
-
د اسلامي انقلاب رهبر: راتلونکي مذاکرات د دښمن د نظر د منلو معنا نه لري
Jun 19, 2026 05:28پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر، حضرت آیتالله سیّد مجتبی حسیني خامنهيي په یوه پیغام کې وفرمایل: هغه مخامخ مذاکرات چې په راتلونکي کې به ترسره شي، د دښمن د نظر د منلو معنا نه لري.