-
روسیه: له تهران سره به د ایران پر ضد د بندیزونو د لغوه کېدو لپاره ګډ کار وکړو
Jun 18, 2026 14:27پارس ټوډې- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې مسکو او تهران به د ایران پر ضد د بندیزونو د لغوه کولو لپاره په ګډه همکاري وکړي.
-
د امریکائي صهیونیسټي دښمن په تپلی جنګ کې د ایران اوڅاره بریالیتوب
Jun 18, 2026 14:13پارس ټوډې – د ایران د مرکچي پلاوي مشر د ایران په ضد د وروستي تپلي جنګ پراخو اړخونو ته په اشارې سره دا پېښه د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتو او سیاسي مقابلو له تر ټولو مهمو پړاوونو څخه وبلله او وې ویل: ایران په وروستي تپلي جنګ کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پر سپیرو موخو بریالی شو.
-
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې
Jun 18, 2026 14:08د روغتیانړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ دوه نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د پولیو د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.
-
یونیسف: په افغانستان کې ۸.۸ میلیونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي
Jun 18, 2026 14:06د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې ۸.۸ میلیونه ماشومان، چې د ټولو ماشومانو ۴۱ سلنه جوړوي، په یو وخت کې له لږ تر لږه درېیو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي.
-
د پاکستان له بندخونو ۴۸۵ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته ستانه شول
Jun 18, 2026 14:03د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۸۵ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
-
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام؛ انګلستان او غنا بریالي شول، پرتګال له کانګو سره مساوي شو
Jun 18, 2026 12:39پارس ټوډې- د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې کروشیا ته ماتې ورکړه.
-
امریکايي سناتوران په زغرده وائی؛ایران بریالی شو
Jun 18, 2026 12:36پارس ټوډې – د تهران او واشنګټن ترمینځ د تفاهملیک په اړه د امریکا په کانګرس کې غبرګونونه لا هم دوام لري. ډیموکراتان دا تفاهم د ایران لپاره یو ښه تړون بولي او د همدې جنګ له امله لا هم پر ډونالډ ټرمپ نیوکې کوي.
-
د پاکستان لومړی وزیر: د اسلامآباد تاریخي تفاهم د ایران او امریکا ترمنځ نافذ شو
Jun 18, 2026 12:26پارس ټوډې- د پاکستان لومړي وزیر په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ د اسلامآباد تاریخي تفاهم د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په لاسلیک سره نافذ شوی دی.
-
ایران له روسیې څخه د ۲۰ چورلکو د پېرلو تفاهملیک لاسلیک کړ
Jun 18, 2026 12:14پارس ټوډې- د ایران او روسیې چارواکو د ایران اسلامي جمهوریت لپاره د ۲۰ چورلکو د پېرلو تفاهملیک لاسلیک کړ.
-
قالیباف: ایران او چین به د سیمې د نویو لورو محور وي
Jun 18, 2026 12:04پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او چین د سیمې د نویو لورو اصلي محورونه دي.