-
خبرونه | پزشکیان: د دښمن موخه د اسلامي هیوادونو د پرمختګ په لاره کښې خنډ اچول دي / تل ابیب کښې د نتانیاهو د بخښنې د مخالفانو مظاهرې
Dec 01, 2025 07:18پارسټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کښې وویل: په داسې وخت کښې چې د مسلمانو ولسونو ګډ دښمنان د دباوونو د زیاتولو په تکل کښې دي، تمه کیږي چې اسلامي هیوادونه د یو بل لپاره حالات اسانه کړي او د مسائلو له پيچلې کولو ډډه وکړي.
-
د پاکستان په بلوچستان کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) پر مرکز بريد شوی
Dec 01, 2025 02:48زمونږ خبریال راپور راکړی ، د پاکستان د بلوچستان صوبې په نو کنډي سیمه کښې د سرحدي ځواکونو پر مرکز څلورو وسله والو بريد کړی چې يوه یې په دروازه کې ځان الوځولی او دری نور د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.
-
حماس په رفح سیمه کښې د خپلو جنګیالیو هر ډول بې وسلې کول رد کړل
Dec 01, 2025 02:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي «حسام بدران» وویل د فلسطین په رفح سیمه کښې به زمونږ مبارزان هیڅکله تسلیم نشي او خپلې وسلې به صهیونیسټ نیواکګرانو ته ور ونه سپاري.
-
د عراق لومړي وزیر او د امریکا استازي ټام باراک خبرې وکړې
Dec 01, 2025 02:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني»پرون په بغداد کښې د سوریې په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي «ټام باراک» سره کتنه او خبرې وکړې.
-
په لبنان باندې د اسرائیلو تیري به دوام ولري
Dec 01, 2025 02:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان لومړي وزیر «نواف سلام» وویل جاجونې ښودنه کوي چې زمونږ په هیواد لبنان باندې د اسرائیلو د وروستیو اونیو د حملو او د اقداماتو زیاتول پیل شوي دي او هغه به دوام ولري.
-
هندوستان له روسیې جنګي الوتکې او دفاعي سیسټم اخلي
Dec 01, 2025 01:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «بلومبرګ» پرون د خبرو سرچینو وویل هندوستان اراده لري له روسیې سره د سوخو اوه پنځوس ډوله جنګي الوتکو او د ایس پینځه سوه ډوله هوايي دفاعي سیسټم د اخیستلو لپاره خبرې وکړي.
-
د امریکا په مقابل کښې د وینزویلا د انرژۍ د سرچینو دفاع کوو
Dec 01, 2025 01:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د وینزویلا ولسمشر «نیکولاس مادورو» د تیلو لرونکو هیوادونو ته په یوه پیغام کښې د کاراکاس پرضد د امریکا اقدامات وغندل او ویې ویل چې هیواد یې د خپلو د انرژۍ د سرچینو دفاع کوي.
-
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له علي لاریجاني سره کتنه وکړه
Dec 01, 2025 01:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د باندنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» پرون د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له مشر «علي لاریجاني» سره کتنه او خبرې وکړې.
-
اسلامي هیوادونه شرایط اسانه کړي او د مسائیلو له پیچلي کولو ډډه وکړي
Dec 01, 2025 01:16ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کښې د ترکیې د باندنیو چارو له وزیر «هاکان فیدان» سره په کتنه کښې د اسلامي دنیا د اوسنیو شرایطو په حساسیت باندې ټینګار سره وویل
-
د امریکا د باندنیو چارو وزیر د اوکراین له پلاوي سره خبرې ګټورې وبللې
Dec 01, 2025 00:59زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو»په فلوریډا ایالت کښې د اوکراین له یوه پلاوي سره کتنه نتیجه ورکونکې وبلله.