-
د حضرت امام خمیني رح د رحلت د اوه دیرشمې کلیزې دستورې ترسره شوې
Jun 04, 2026 11:57تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د اوه دیرشمې کلیزې مراسم نن سهار د خلکو د بیلابیلو پرګنو په پراخ ګډون، د حکومتي او د پوځي چارواکو، د شهیدانو د درنو کورنیو او د داخلي او د خارجي میلمنو او د اسلامي انقلاب د ګڼ شمیر عاشقانو او زیارتوالو په ګډون سره په تهران کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په سپیڅلي حرم کښې ترسره شول.
-
په بحرین کښې د شیعه مذهبي علماو غیرقانوني نیول دوام لري
Jun 04, 2026 11:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د شیعه ټولنې پرضد د خپل دوامداره جنګ د یوې برخې او د پراخو او د غیر قانوني نیولو د کمپاین په دوام کښې پرون د هیواد ډير شیعه علما او ښاریز ونیول.
-
د اوربند د موافقې له اعلان سره سره د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو تیري دوام لري
Jun 04, 2026 11:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د لبنان او د صهیونیسټ رژيم ترمینځ د اوربند د اجرا لپاره د موافقې له اعلان سره سره د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه هماغه راز دوام لري او په تیرو څو ساعتونو کښې په یوشمیر نورو ملکي وګړو او مرستندویه ځواکونو باندې هم حملې شوي دي.
-
پنټاګان په عراق کښې د امریکا د یوه پوځي مړینه تائید کړه
Jun 04, 2026 11:10زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د جنګ وزارت پینټاګان وویل د عراق په شمال کښې په یوي هوايي اډې کښې یو پوځي وژل شوی دی.
-
د علماو روایتونه او ویناوې غدیر اختر د ولایت ورځ معرفي کوي
Jun 04, 2026 10:45تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د علماو روایتونه او ویناګانې د غدیر اختر د ولایت ورځ او له حضرت امام مهدي علیه السلام سره سره د ژمنې او د تړون او د بیعت نوي کول معرفي کوي.
-
د امریکا ولسي جرګې د ایران پرضد د جنګ پریکړه لیک تصویب کړ
Jun 04, 2026 10:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسي جرګې کانګرس بالاخره د ایران پرضد د جنګ د بندولو او د جګړې د ختمولو لپاره د جنګي اختیاراتو پریکړه لیک د دوه سوه اتو مخالفو رایو په مقابل کښې په دوه سوه پینځلسو موافقو رایو سره تصویب کړ.
-
د غدیرِ خُم نېکمرغه اختر مو مبارک شه
Jun 04, 2026 06:39نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې اتلسمه نېټه چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي له ۱۴مې نېټې سره سمون لري، د مسلمانانو د ستر اختر په توګه د غدیرِ خُم د نېکمرغه اختر ورځ ده.
-
عراقچي: هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي
Jun 04, 2026 06:37پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: زموږ وسله وال ځواکونه له ځانه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې، د دفاعي بریدونو د ترسره کولو په حال کې دي.
-
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي: اجازه نه ورکوو چې د امت د شهید امام وینه ترپښو لاندې شي
Jun 04, 2026 06:36پارس ټوډې – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د امت د شهید امام او نورو شهیدانو وینه به ضایع کېدو ته پرېنږدي.
-
سپاه پاسداران: دښمن اړ دی چې د ایران نوي قواعد ومني
Jun 04, 2026 06:19پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د د انقلاب د ستر بنسټګر امام خمیني (ره) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د نېکمرغه غدیر اختر په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: شرور دښمن ته خبرداری ورکوو چې اړ یاست هغه نوي قواعد ومنئ چې د ایران ملت او وسله والو ځواکونو پر میدان تحمیل کړي دي.