اسرائیل د ایران او د عربستان موافقه ستره ماتي ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129396
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید د اړیکو د له سره پیلولو لپاره د ایران او د سعودي عربستان موافقه یوه نړیواله پیښه وبلله او ټینګار یې وکړه صهیونیسټ رژیم دغه موافقه د خپل ځان لپاره ستره ماتي ګڼي.
(last modified 2023-03-13T06:56:26+00:00 )
Mar 13, 2023 11:17 Asia/Kabul
  • اسرائیل د ایران او د عربستان موافقه  ستره ماتي ګڼي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید د اړیکو د له سره پیلولو لپاره د ایران او د سعودي عربستان موافقه یوه نړیواله پیښه وبلله او ټینګار یې وکړه صهیونیسټ رژیم دغه موافقه د خپل ځان لپاره ستره ماتي ګڼي.

هغه وویل د ایران او د سعودي عربستان د موافقې په هکله لومړنی دریځ د امریکا او د صهیونیسټ رژیم لخوا غوره شو؛ تر دې چې امریکا دغه موافقه د ولسمشر جوبایډن لپاره ماتي او په مینځني ختیځ کښې د واشنګټن د نفوذ د ځوړتیا نښه وبلله.

د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید زیاته کړه د اسرائیلو په هکله مو ولیدل چې هغوې د ایران او د عربستان ترمینځ موافقه د ځان لپاره یوه ستره ماتي ګڼلي ده او صهیونیسټ مشرانو یوبل له عربستان سره د اړیکو د عادي کولو د بهیر په ماتي خوړلو تورن کړل.

هغه ډاګینه کړه د ایران او د عربستان موافقه په لنډه او اوږدې مودې کښې د سیمې په بیلابیلو دوسیو باندې اغیز شیندلی شي او دغه راز د ایران او د عربستان ترمینځ د اړیکو اصلي حالت روښانه کړي.