Mar 13, 2024 07:12 Asia/Kabul
  • د وحشی صهیونیسټانوپه بمباریوکې د فلسطین د فټبال ملی ټیم غړی هم شهید شو

۳۹کلن برکات د ټول قرآن حافظ او د خان یونس د کلب لومړنی او ترتولو ښه ګول کونکی لوبغاړې ؤ چې د خپل کلب لپاره ئې څه دپاسه سل ګولونه کړي وو.

زمونږ خبریال راپور راکړ،د فلسطین د ساحلي فټبال ملی تیم تکړه لوبغاړې محمد برکات سره دخپلې کورنۍ د درو غړو،وړمه ورځ دغزې په جنوب خان یونس کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  د جنګي الوتکوپه وسیله د هغه د کور په بمبارۍ کې  شهید شو.

۳۹کلن برکات د ټول قرآن حافظ  او د خان یونس د کلب لومړنی او  ترتولو ښه ګول کونکی لوبغاړې ؤ چې د خپل کلب لپاره ئې څه دپاسه سل ګولونه کړي  وو.

د رسمي احصایو او راپورونو په اساس او په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  کې د جنایتکارو صهیونیسټانو په حملو او بمباریو کې د شهید شوو لوبغاړو شمیر د فټبال د ۹۰ لوبغاړو پشمول یو سل اوه پنځوس لوبغاړو ته رسیدلی دی.دغه راز راپور ښئ چې  په تیرو پنځو میاشتو کې وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم په بې آمانه حملو او بمباریو کې  څه دپاسه یو دیرش زره فلسطینیان شهیدان شوي چې تقریبا اویا فیصده ئې ښځې او ماشومان دي.خو بیا هم د اسلامی هیوادونو اوحکومتونو مشران دي چې په دغه څاروي ډوله ظلم او جنایتونو هماغه شان چپه خوله دي او د روژې دمبارکې میاشتې په برکتناکې میاشتې کې هم د خپلو فلسطینیو وروڼو او خوئيندو د مظلومیّت چغو ته ځواب نه ورکوي.

 

ټیګونه