پاکستان اوعربستان دملګرتیاپینځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i100016-پاکستان_اوعربستان_دملګرتیاپینځه_تفاهم_لیکونه_لاسلیک_کړل
عربستان ته د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان او ورسره ملګري پلاوی په سفر کې په جده کې د دواړو هیوادونو چارواکو د ملګرتیا پینځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2021 07:55 Asia/Kabul
  • پاکستان اوعربستان دملګرتیاپینځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

عربستان ته د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان او ورسره ملګري پلاوی په سفر کې په جده کې د دواړو هیوادونو چارواکو د ملګرتیا پینځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول .

دایرنا خبري اژانس دپاکستان د رسمی سرچینو له قوله راپور ورکړ ، عربستان ته د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان او ورسره ملګري پلاوی  په سفر کې په جده کې د دواړو هیوادونو چارواکو د ملګرتیا پینځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول .

 د پاکستان لومړی وزیر واک ته له رسیدا وروسته د اوم ځل لپاره د یوه  لوړرتبه سیاسي او د اقتصادي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته لاړ .

عمران خان سعودي عربستان ته د خپل سفر د دلایلو د بیانولو په ترڅ کښې وویل د سولې په لاره کښې هر ډول اقدام د اسلامي امت د انسجام د پیاوړتیا سبب کیږي .

سیاسي څارونکي وايي چې عربستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د دغه سفر اصلي هدفونه د اړیکو او یا د ملګرتیاو په پراخولو سربیره په خپلو اړیکو کښې د  تاوتریخوالو د ختمولو لپاره د دواړو هیوادونو هڅه او په سیمه کښې د تاوتریخوالي د ختمولو په پلان غور کول دي .

دغه راز د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وویل مونږ تل د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت او د عربستان ترمینځ د اړیکو د ښه کیدا غوښتونکي یوو .

د دغه راپور پراساس له ایران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د عربستان د هڅې په هکله له ګونګوسو او له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د سعودي عربستان د واکمنانانو شین څراغ سبب شو چې عمران خان د خپل اوسني سفر بریا ته ډیر ډاډ ولري