اسرائیل د مشکلاتو اصلي جرړه دی
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان نیوز انګریزۍ ژبې ورځپاڼې د صهیونیسټ رژيم د نیواکګرۍ ، تیریو او د وژلې په وړاندې دفاع کول د فلسطین د خلکو جایز حق وباله .
نیوز ورځپاڼې ولیکل د فلسطین د مظلومو خلکو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د لویدیځ هیوادونو کړچار هماغه راز مبهم دی او هغوې د دغه رژیم د بې رحمانه تیریو د غندلو پرځاې د زغمل د ښودلو خبره کوي .
د پاکستان نیوز ورځپاڼې زیاته کړه اکثره لویدیځ هیوادونه د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین د ځمکو له ځان سره د یوځاې کولو او له خپلو کورونو څخه د فلسطین د خلکو شړلو او په هغوې باندې بې رحمانه حملو ته له پام کولوپرته خپل مبهم کړچار نندرې ته وړاندې کوي دا په داسې حال کښې دي چې په نیواکي ټاټوبو کښې تاوتریخوالي او د ملکي وګړو وژله د ټولې نړۍ د اندیښنې سبب شوي ده .
نیوز ورځپاڼې وویل د اسرائیلو استکباري خوې روښانه دی او دغه رژیم له بشر دوستانه قوانینو او نړیوالو اصولو سرغړوي خو حاضردمه هغه ژبه چې نړیواله ټولنه یې کاروي د صهیونیسټ رژيم د جنګي جنایتونو د تائیدولو په معنا ده .