عمران خان او ماهاتير محمد د صهيونېسټ رژيم يرغل وغندۀ
د پاکستان وزيراعظم او د ملېشيا پخواني وزيراعظم په غزې باندې د صهيونېسټ رژيم حملې وغندلې او د دغو حملو د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې د اقداماتو غوښتونکي شول.
د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د وزيراعظم دفتر بېګا د يوې بيانيې په جاري کولو سره وويل: عمران خان له ماهاتير محمد سره په ټيلفوني تماس کښې د نيواکي فلسطين وروستي بدلونونه او د غزې په تړانګه کښې په بې دفاع خلقو د غاصب صهيونېسټ رژيم د حملو دوام وڅېړۀ.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي، هغوي په فلسطين کښې د حالاتو له سختوالي څخه د اندېښنې په څرګندولو سره د اسرائيلو د حملو دوام وغندۀ او له بې دفاع فلسطينيانو سره د پېوستون اعلان وکړ.
عمران خان همدارنګ په مسجدالاقصی کښې په نمونځګزارو باندې د اسرائيلي نيواکګر رژيم حملې سختې وغندلې.
دواړو شخصيتونو همدارنګ د ملګرو ملتو د پرېکړليکونو په بنياد د خپلواکه فلسطيني هېواد د تشکيلولو لپاره د عادلانه او پائېدارې حل لارې د اسانولو په ضرورت تاکيد وکړ.
همدارنګ د پاکستان په دېرشو سياسي او مذهبي ګوندونو او ډلو مشتمل ائتلاف ملي يکجهتي کونسل د مشرانو په فرمان هم پرون په ټول هېواد کښې خلقو د فسطين له مقاومت څخه په ملاتړ او د صهيونېسټ رژيم د حملو په غندلو کښې احتجاجي مظاهرې وکړې.