عمران خان په ټول پاکستان کښې په صهیونیسټي ضده مظاهرو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i100436-عمران_خان_په_ټول_پاکستان_کښې_په_صهیونیسټي_ضده_مظاهرو_ټینګار_وکړ
د پاکستان وزیراعظم په دغه هیواد کښې د صهیونیسټي رژیم خلاف د سراسري مظاهرو د کولو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2021 00:40 Asia/Kabul
  • عمران خان په ټول پاکستان کښې په صهیونیسټي ضده مظاهرو ټینګار وکړ

د پاکستان وزیراعظم په دغه هیواد کښې د صهیونیسټي رژیم خلاف د سراسري مظاهرو د کولو غوښتنه وکړه

د پاکستان وزیراعظم په دغه هیواد کښې د صهیونیسټي رژیم خلاف د سراسري مظاهرو د کولو غوښتنه وکړه

د پاکستان د حکومت باخبر سرچینو پرون وویل چې عمران خان غواړي د فلسطینیانو د ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د حملو د غندلو لپاره په یو رسمي اقدام کښې د راتلونکې جمعې په ورځ په ټول پاکستان کښې سراسري مظاهرې وکړې او د مختلفو پرګنو له خلکو یې په دغو مظاهرو کښې د ګډون بلنه ورکړه.

خبر زیاتوي چې عمران خان اړونده مسئولانو او ارګانونو ته حکم کړی چې د جمعې په ورځ د فلسطین په ملاتړ کښې د سراسري مظاهرو د ترسره کولو تیاری وکړي.

د پاکستان وزیراعظم په یوه وینا کښې وویل چې هیواد یې د فلسطین له ولسه خپل ملاتړ جاري ساتي او دغه ملاتړ به په هر ځاې کښې مطرح کړي.