د فلسطیني ولس د ژغورنې لپاره پریکنده فیصلې پکار دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i100522-د_فلسطیني_ولس_د_ژغورنې_لپاره_پریکنده_فیصلې_پکار_دي
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم له ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو په اغیزناک رول باندې په ټینګار سره، د فلسطین د مظلومو او بې دفاع خلکو د ژغورنې لپاره د دغو هیوادونو د پریکنده پریکړې غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2021 12:46 Asia/Kabul
  • د فلسطیني ولس د ژغورنې لپاره پریکنده فیصلې پکار دي

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم له ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو په اغیزناک رول باندې په ټینګار سره، د فلسطین د مظلومو او بې دفاع خلکو د ژغورنې لپاره د دغو هیوادونو د پریکنده پریکړې غوښتنه وکړه.

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم له ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو په اغیزناک رول باندې په ټینګار سره، د فلسطین د مظلومو او بې دفاع خلکو د ژغورنې لپاره د دغو هیوادونو د پریکنده پریکړې غوښتنه وکړه.

سینیټر سراج الحق په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې بې دفاع او مظلوم فلسطینیان له صهیونیسټي ترهګرۍ سره مخامخ دي، وویل: د اسلامي هیوادونو مشران باید خپل واړه اختلافات پریږدي او د فلسطین د ساتنې لپاره دې یوموټې شي.

هغه زیاته کړه: د پاکستان جماعت اسلامي د اسماعیل هنیه او خالد مشعل په شمول د فلسطیني مقاومت له ډلو سره په اړیکه کښې دی او هڅه کوي چې په پاکستان کښې دننه او بهر د مدني او خیریه ډلو په ملګرتیا سره د فلسطین د خلکو لپاره انساندوستانه مرستې ولیږي.

په عین حال کښې د پاکستان حکومت هم ویلي چې د درملو او تجهیزاتو او د کورونا وایرس د واکسینو په شمول د فلسطین د خلکو لپاره امدادي سامان ولیږي.