قریشي:
پاکستان کښې امریکې ته پوځي اډې نه ورکوو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل هیواد کښې امریکې ته د پوځي اډو د جوړولو د اجازتنامې ورکړه بیخي مردوده وبلله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل هیواد کښې امریکې ته د پوځي اډو د جوړولو د اجازتنامې ورکړه بیخي مردوده وبلله
شاه محمود قریشي د افغانستان په ګاونډ کښې د ځواکونو د دیره کولو په لړ کښې د مرکزي آسیا له څو هیوادونو سره د امریکې د حکومت د خبرواترو په پیلیدو باندې د واشنګټن د اعتراف په غبرګون کښې وویل: پاکستان به امریکې ته هیڅ پوځي اډه ور نه کړي.
هغه د پاکستان په سینټ کښې وویل: اسلام آباد د پاکستان په خاوره کښې د امریکې د ډرون عملیاتو د ترسره کولو هم مخالف دی او د دغه شان عملیاتو اجازه نه ورکوي.
په پاکستان کښې د امریکايي اډو د جوړیدو اوازه د سیمې د حالاتو او دوه اړخیزو ملګرتیاؤ په هکله په جنیوا کښې د پاکستان او امریکې د ملي امنیت د صلاحکارانو له ملاقات وروسته پورته شوې ده.
د ویلو ده چې په پاکستان کښې د امریکايي ځواکونو وروستۍ اډه د ۲۰۱۱ کال په اوړي کښې بنده شوې او اسلام آباد یې د خالي کولو حکم ورکړی و.