په پاکستان کښې د رېل ګاډو د پېښې مرګ ژوبلې زياتې شوې
(last modified Tue, 08 Jun 2021 00:56:54 GMT )
Jun 08, 2021 05:26 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د رېل ګاډو د پېښې مرګ ژوبلې زياتې شوې

د پاکستان روغتيائي سرچينو د دغه هېواد په جنوب کښې د دوو دېل ګاډو د جنګېدو له کبله د مړو او ژوبلو د شمېر د زياتېدو خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستاني روغتيائي سرچينو بېګا اعلان وکړ چې په سېند صوبه کښې د دوو رېل ګاډو د جنګېدو له کبله د مړو شمېر پينځه پنځوسو ته اورسېد او د زخميانو شمېر له سلو نه واوړېدۀ چې د اکثرو حالت پکښې سخت بيان شوے دے.

د يادونې ده چې په پاکستان کښې د رېل ګاډو پېښې د دغه هېواد د رېلوے د فرسوده او وروست سېسټم په وجه دي. د تېر کب په مياشت کښې هم په سېند صوبه کښې له پټلۍ څخه د يو رېل ګاډي د ښوئېدو په نتيجه کښې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

ټیګونه