په پاکستان کښې د يوې ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه ونيوے شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i101338-په_پاکستان_کښې_د_يوې_ترهه_ګرې_ډلګۍ_سرغنه_ونيوے_شو
د پاکستان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په سېنډ صوبه کښې تر تعقيب لاندې د يوې ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه ونيوۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2021 01:28 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د يوې ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه ونيوے شو

د پاکستان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په سېنډ صوبه کښې تر تعقيب لاندې د يوې ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه ونيوۀ.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ادارې ځواکونو د سېند صوبې په سکهر سيمه کښې د بلوچ لېبرېشن آرمي نومې ترهه ګرې ډلګۍ يو سرغنه ونيوۀ.

خبري سرچينو زياته کړه امنيتي ځواکونو د دغه ترهه ګر د پټېدو له ځاے څخه يوه اندازه وسلې، جنګي او ارتباطي سازوسامانونه هم پېدا او ضبط کړل.

د خبري سرچينو د وېنا له مخې نيول شوي ترهه ګر د ابتدائي تفتيش په دوران کښې اعتراف وکړ چې هغه د بلوچ لېبرېش آرمي يا بي اېل اے نومې ترهه ګرې ډلګۍ د تربيتي کېمپ مشر ؤ د پاکستان په امنيتي ځواکونو په څو ترهه ګريزو حملو کښې لاس لرلے دے.

د امنيتي سرچينو په نقل سره د پاکستاني رسنيو مطابق دغه ترهه ګر د لا زيات تفتيش لپاره يو نامعلوم ځاے ته منتقل کړې شوے دے.