د پاکستان او افغانستان د مشرانو اړیکې لاترینګلي شوي
باید د دواړو هیوادونو لوړپوړي چارواکي خپل مینځی کړکیچ په مشورو او خبرواترو سره حل کړي که داسې نه وي ، نو د دواړو هیوادونو او د سیمې د کراري دښمنان به له دغه کړکیچه ناسمه استفاده وکړي او په خړو اوبو کې به دکبانو نیولو ته دوام ورکړي .
زمونږخبریال دشفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ د کابل او اسلام اباد د چارواکو ترمینځ د تاؤتریخوالو په زیاتیدا پسې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له تماس آوریدو ډډه کړې ده .
داپه داسې حال کې دي ، چې تیره اونۍ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د ملی امنیت دسلاکار حمد ا... محب په څرګندونو په سختو نیوکو سره وئيلي دي ، دهغه خبرې ددغه هیواد دسولې د بهیر لپاره هلوځلو ته تاوان رسوي .
همداراز په همداوروستیو کې په افغانستان کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ د نښتو په سختیدا پسې افغان چارواکو پر پاکستان تور لګولی چې له طالبانو سره ئې هر ډول مرستې زیاتې کړي او په افغانستان کې ئې داړۍ ګړۍ زیاتولو ته لمسوي .
وئيل کیږی ،له اشرف غني سره د تماس د لغوه کولو لپاره دباکستان فیصله له دې وروسته شوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني کابو دوه اونۍ مخکې او کابل ته د پاکستان د پوځ د عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه له سفره څو ورځې مخکې وئيلی وو ، اسلام اباد د طالبانو بشبړ ملاتړ ته دوام ورکوي څو افغانستان د آرامښت مخ ونه ویني ، چې دغې چارې د پاکستان دحکومتي چارواکو سختې نیوکې او غوسه راپارولې ده . خو ډيری کارپوهان اوشناندي وائي باید د دواړو هیوادونو لوړپوړي چارواکي خپل مینځی کړکیچ په مشورو او خبرواترو سره حل کړي که داسې نه وي ، نو د دواړو هیوادونو او د سیمې د کراري دښمنان به له دغه کړکیچه ناسمه استفاده وکړي او په خړو اوبو کې به دکبانو نیولو ته دوام ورکړي .