پاکستان نور له هندوستان سره هیڅ ارتباط نلري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102582-پاکستان_نور_له_هندوستان_سره_هیڅ_ارتباط_نلري
ایسنا خبري اژانس وايي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موعید یوسف وویل نور له هند سره د بندو شویو خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره له نوي ډیلي سره هیڅ پټ غیر مستقیم ارتباط نشته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2021 00:29 Asia/Kabul
  • پاکستان نور له هندوستان سره هیڅ ارتباط نلري

ایسنا خبري اژانس وايي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موعید یوسف وویل نور له هند سره د بندو شویو خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره له نوي ډیلي سره هیڅ پټ غیر مستقیم ارتباط نشته .

هغه له جیو نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دغه ادعا سره چې هندوستان له پاکستان سره د خبرو اترو او د مذاکراتو د له سره پیلولو هڅه کوي وویل څرنګه چې نوی ډیلی نه دی توانیدلی چې اعتماد رامینځته کړي د اسلام اباد او د نوي ډیلي ترمینځ ارتباطات بند شوي دي .

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار موعید یوسف په دغه اټکل سره چې د کشمیر سیمې د ځانګړي حالت د لغو کولو په ارتباط د هندوستان په دریځ کښې هیڅ بدلون نه لیدل کیږي وویل نوي ډیلي له هغه وخت راهسې تراوسه پورې په دې هکله هیڅ کار نه دی ترسره کړی او هندوستان د کشمیر د ځانګړي حالت په لغو کولو سره په کشمیر سیمه کښې ښکیل شوی او دا د نوي ډیلي په ګټه ده چې خپل دریځ بدل کړي .