د ملګرتیاؤ پراختیا د پاکستان او ازبکستان په ایجنډا کښې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i103084-د_ملګرتیاؤ_پراختیا_د_پاکستان_او_ازبکستان_په_ایجنډا_کښې_ده
د پاکستان وزیراعظم د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتیا په موخه ازبکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تلی دی او اسلام آباد دغه سفر د سیمې د امنیت او تجارت لپاره مهم بولي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2021 02:57 Asia/Kabul
  • د ملګرتیاؤ پراختیا د پاکستان او ازبکستان په ایجنډا کښې ده

د پاکستان وزیراعظم د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتیا په موخه ازبکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تلی دی او اسلام آباد دغه سفر د سیمې د امنیت او تجارت لپاره مهم بولي.

د پاکستان وزیراعظم د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتیا په موخه ازبکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تلی دی او اسلام آباد دغه سفر د سیمې د امنیت او تجارت لپاره مهم بولي.

عمران خان د ازبکستان د ولسمشر په بلنه پرون د یو جګ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ تاشقند ته ورسید.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عمران خان دغه سفر د سیمه ایزو ارتباطاتو، د تجارت د پراختیا، سیمه ایزې همپالنې او امنیت لپاره ډیر مهم بللی دی.

په عین حال کښې د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر چې ازبکستان ته په سفر کښې د عمران خان ملګرتیا کوي، وویل: دغه کتنه د افغانستان د کړکیچ په شمول په سیمه کښې له صلحې سره د مرستې لپاره ډیره مهمه ده.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کښې د صلحې د پرمخ بیولو لپاره خپل کوششونه جاري ساتي.

پاکستاني رسنیو هم ویلي چې د دغه هیواد خارجه وزیر شاه محمود قریشي په تاشقند کښې وویل، عمران خان به نن په ازبکستان کښې د نړیوالې غونډې ترڅنګ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ملاقات وکړي.