پاکستان د امریکا په وتلو سخته نیوکه وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتل چټک او غیرمسولانه وبلل او په دغه اقدام یې سخته نیوکه وکړه .
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبري کانفرنس ته وویل اسلام اباد په ځلونو خبرداری ورکړی په افغانستان کښې د خلا د رامینځته کیدا په بڼه کښې به هغه ډلې چې ترهګرې یې وبللې دغه تشه(خلا) ډکه کړي .
قریشي د هغو زیاتو پیسو د برخلیک په هکله چې په افغانستان کښې ولګول شوې وویل پاکستان په افغانستان کښې درنه بیه ورکړه او نړۍ باید پوهه شي چې مونږ کابو اویا زره (۷۰۰۰۰) کسان له لاسه ورکړل او له زیاتو اقتصادي تاوانونو سره مخامخ شو .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ټینګار وکړ دغه موضوع له دوو (۲) میاشتو یا دوو (۲) کلونو سره نه اړوندیږي بلکې مونږ کابو شل (۲۰) کاله په افغانستان کښې وو او کابو دوه (۲) ټریلیونه ډالر ولګیدل .
هغه وویل پاکستان په افغانستان کښې د فساد او د ناوړه مدیریت په هکله شک لري او وايي د دغه موضوع او هغه څه چې په افغانستان کښې روان دي مسول نه دی .