اسلام اباد او واشنګټن د افغانستان په باب مختلف کړچار لري
د پاکستان خارجه وزیر ووئيل ،منزوي او لړزانه افغانستان دقیقا په هماغه چاپیریال بدلیږي ، چې ترهه ګرې ډلې ئې په لټه کې دي .
ایرنا خبری آژانس دپاکستان درسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي بیګا د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ دغونډې په څنډې کې په نیویارک کې دبهرنیو اړیکو د شورا په ناستې کې په شتون سره له امریکا سره د دوو اړخیزو اړیکو، دسیمه ایزو بدلونونو ، د افغانستان د حالاتو ، له هند سره داړیکو او له نړیوالې ټولنې سره دملګرتیا په باب د پاکستان دریځونه بیان کړل .
د افغانستان په بحث کې دا مریکا له نظر سره د اختلاف دوام باندې د پاکستان د خارجه وزیر اعتراف په داسې حال کې بیانیږي ، چې تیره اونۍ د هغه امریکائي همڅنګ ، اسلام اباد طالبانو او دترهه ګرۍ عناصرو ته په پناه ورکولو تورن کړی او وئیلي ئې دي ،امریکا له پاکستان سره خپلې اړیکې ارزوي .
شاه محمود قریشي ، د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په غونډې کې د افغانستان ، طالبانو او دخپلو ګټو د تامینولو لپاره د اسلام اباد دراتلونکي لرلید په باب دمخاطبانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. هغه خبرداری ورکړ چې په نویمې میلادي لسیزې کې د افغانستان کلابندول یوه تیروتنه وه او په راتلونکي کې به ددغې رودې تکرار هم یوه بله تیروتنه وي .
د پاکستان خارجه وزیر ووئيل ،منزوي او لړزانه افغانستان دقیقا په هماغه چاپیریال بدلیږي ، چې ترهه ګرې ډلې ئې په لټه کې دي .
افغانستان د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ د روانې غونډې د ایجنډا یوه ترټولو مهمه موضوع ده ، د پاکستان پلاوی هڅه کوي ، څو نړۍ د افغانستان دمرکزي بانک د شتمنیو آزادولو سره دمرستې لپاره قانع کړي .