د ایران او پاکستان دملګرتیاؤ پیاوړتیاد سیمې په ګټه ده
امیر آبادي فراهاني دې ته په اشارې سره چې د ایران او پاکستان ترمینځ پياوړی پیوند ټینګ دی او د دواړو هیوادونو ملتونه به ګډو دښمنانو ته د دسیسې اجازت ورنکړي،روښانه کړه،د دواړو هیوادونو دتعاملاتو پیاوړتیا ، د ایران او پاکستان د سیاسی ، اقتصاډي ،تجارتي او سرحدي مناسباتو د پراختیا سبب کیږي .
د اسلامی ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر احمد امیرآبادي فراهاني نن له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې ووئیل ،د ایران او پاکستان د ارتباطاتو لازیاته پیاوړتیا ددرستې سیمې په ګټه ده ،په سیمې کې د تاؤتریخوالی او تفرقې درامینځةکولو لپاره د جنایتکار صهیونیسټي رژيم دهڅې په شمول په سیمې کې د سولې د دښمنانو هڅې ته په پام سره،مونږ ددو ګاونډیانو په همفکرۍ ،له نزدو پارلیماني او د یوه بل په سیاسی تعاملاتوسره ددغو دسیسو او تفرقو مخه نیولی شو .
امیر آبادي فراهاني دې ته په اشارې سره چې د ایران او پاکستان ترمینځ پياوړی پیوند ټینګ دی او د دواړو هیوادونو ملتونه به ګډو دښمنانو ته د دسیسې اجازت ورنکړي،روښانه کړه،د دواړو هیوادونو دتعاملاتو پیاوړتیا ، د ایران او پاکستان د سیاسی ، اقتصاډي ،تجارتي او سرحدي مناسباتو د پراختیا سبب کیږي .
د ایران او پآکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان ته په سفرکې د افغانستان د حالاتو په شمول د سیمې بدلونونه تعقیبیږي،ووئیل، د ایران او پاکستان د پارلیمانونو اوحکومتونو ترمینّځ ارتباطات ، لامل شوي ، څو دافغانستان په بحث کې همفکري او د نظر ښه تبادله وشي .
د ایران او پاکستان د دوستۍ ډلې مشر او ورسره غړي ، نن پاکستان ته په سفر تللي او ټاکل شوې ده ،نن د پاکستان د پارلیمان د بهرنیو اړیکو د کمیشن له مشر او غړو او دغه راز د ولسی جرګې له مرستیال مشر او دغه راز له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړي .