پاکستان په افغانستان کې بشپړ سوله غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106736-پاکستان_په_افغانستان_کې_بشپړ_سوله_غواړي
ډاکټر عارف علوي   وئيلي دي ، په افغانستان  کې دایمی سوله او ثبات  د سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ضمانت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2021 11:43 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کې بشپړ سوله غواړي

ډاکټر عارف علوي   وئيلي دي ، په افغانستان  کې دایمی سوله او ثبات  د سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ضمانت دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ، د پآکستان  ولسمش رعارف علوي  نن په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دي ، اسلام اباد  په افغانستان کې سوله  غواي ، ځکه  دغه چاره  به  په دغه هیواد او درستې سیمې  یو لړ مثبتې اغیزې وشیندي .

ډاکټر عارف علوي   وئيلي دي ، په افغانستان  کې دایمی سوله او ثبات  د سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ضمانت دی .

 دپاکستان ولسمشر  دسیمې په وړاندې  داقتصادي  چلنجونو  په ارزونې سره ټینګار کړ ی ،   په افغانستان کې سوله ،په سیمې کې د هوساینې سبب کیږي ، ځکه  کرار  افغانستان ،  د مینځنۍ آسیا له هیوادونو سره  دارتباط لپاره  د نړۍ په وړاندې  د تجارتي فرصتونو یوه کړکۍ پرانیزي .

هغه زیاته کړې ده ، پاکستان په افغانستان کې  سوله غواړي ، ځ که دا چاره به پر دغه هیواد او درستې سیمې مثبتې اغیزې وشیندي ، له بل پلوه مونږ هیڅکله  هم  نه غواړو  د مونږ ګاونډی هیواد  له بې ثباتۍ سره مخامخ شي، په همدې دلیل  هیله مند یوو ، ډله  ایزې هڅې له درستو ا ړونده سیاسی ډلو ټپلو  د استازو په شتون سره  د یوه ټولشموله  دجوړیدا سبب شي .