د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قريشي کابل ته ورغلی
Oct 21, 2021 10:58 Asia/Kabul
دا د طالبانو له واکمنیدو وروسته، کابل ته د پاکستان د دویم لوړ پوړي پلاوي سفر دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن په يوه سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورغلی.
له هغه څخه په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي هرکلی کړی دی.
ويل کيږي، چې نوموړی به له طالب چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
دا د طالبانو له واکمنیدو وروسته، کابل ته د پاکستان د دویم لوړ پوړي پلاوي سفر دی.
تر دې مخکې، د پاکستان د پوځي استخباراتو رئیس فياض حميد، د طالبانو د سرپرست حکومت او چارواکو له اعلان څخه مخکې کابل ته راغلی و.
پاکستاني چارواکو د قریشي د سفر په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.
ټیګونه