د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې احتجاجي مظاهرې اوشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107224-د_پاکستان_په_مختلفو_ښارونو_کښې_احتجاجي_مظاهرې_اوشوې
د پاکستان په جنوبي ښار کراچۍ کښې د حکومت په خلاف مظاهرې اوشوې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 23, 2021 05:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې احتجاجي مظاهرې اوشوې

د پاکستان په جنوبي ښار کراچۍ کښې د حکومت په خلاف مظاهرې اوشوې.

د الجزيره د رپوټ له مخې د پاکستان په زرګونو خلقو پرون د جمعې په ورځ په دغه هېواد کښې د اقتصادي حالت د سختېدو او د ګرانۍ او بې روزګارۍ د زياتېدو په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.

په دغو احتجاجي مظاهرو کښې پاکستانيانو د اقتصادي مشکلاتو او د ګرانۍ د زياتېدو په ړاندې د حکومت په بې عملۍ باندې په نيوکې سره د معيشتي مشکلاتو او بې روزګارۍ د ختمولو لپاره د عمران خان د حکومت د کوششونو غوښتنه وکړه.

دغه مظاهرې په داسې حال کښې اوشوې چې پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د اقتصادي مشکلاتو د هواري په خاطر د شپږ ميليارډ ډالري پور د ورکړې لپاره د پېسو له نړيوال صندوق سره د اسلام آباد د حکومت د موافقې خبر ورکړ.