پاکستان له افغانستان سره د تورخم پوله بیا وتړله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107228-پاکستان_له_افغانستان_سره_د_تورخم_پوله_بیا_وتړله
د پاکستان تورخم پوله ايزو چارواکو وويل، تېر ماښام د تورخم پوله د څو ساعتونو لپاره پرانیستل شوې وه، خو د زیات بیرو بار او د خلقو د بې نظمۍ له امله بيا تړل شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2021 04:09 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره د تورخم پوله بیا وتړله

د پاکستان تورخم پوله ايزو چارواکو وويل، تېر ماښام د تورخم پوله د څو ساعتونو لپاره پرانیستل شوې وه، خو د زیات بیرو بار او د خلقو د بې نظمۍ له امله بيا تړل شوې ده.

د تورخم د مسولینو په خبره چې د تورخم له پولې ټول هغه افغانان چې پر پاسپورټ یا هم انلاین ترلاسه کړې ویزه ولري، پاکستان ته اوښتلی شي.

هلته اوس په زرګونه کسان ولاړ دي چې له افغانستان سره د پاکستان له پولې واوړي.

د تورخم پوله وروسته تر هغې د وېزه لرونکو لپاره پرانیستل شوې وه، چې له تېرو څو میاشتو راهسې پاکستان ته تلونکي افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

عام افغانان هیله لري چې دا پوله دې د هر ډول تګ راتګ لپاره بيا پرانیستل شي.