قریشی له ګاونډیانو سره د اړیکو په اړه طالبانو ته سپارښتنه وکړه
قریشی په افغانستان کې د امنیتی او سیاسی ثبات سره د مرستې لپاره د ایران ، روسیې ، چین او پاکستان هڅه د طالبانو لپاره مهم فرصت وباله .
له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی له طالبانو وغوښتل په نړیوالې ټولنې د ځان د اثبات لپاره له ګاونډیانو سره د اړیکو ښه کول په لومړیتوب کې راولی .
قریشی په افغانستان کې د امنیتی او سیاسی ثبات سره د مرستې لپاره د ایران ، روسیې ، چین او پاکستان هڅه د طالبانو لپاره مهم فرصت وباله .
هغه دکابل له یوه ورځنی سفره وروسته زیاته کړه طالبان باید په نړیوالې ټولنې د خپل ځان د اثبات لپاره په افغانستان کې د امنیتی اندیښنو په ختمولواو له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو ښه کول په لومړیتوب کې راولی .
قریشی جوته کړه پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ځان د منظمولو لپاره د پاکستان د تحریک طالبان په شمول د ترهه ګرو ډلو د هڅې په اړه اندیښنه لری .