ټي ټوینټي نړیوال کپ
پاکستان له هند وروسته نیوزي لینډ ته هم ماتې ورکړه
د کرکټ د شل اووریزو لوبو د نړیوال کپ د سیالیو په دوران کښې پاکستان په خپله دویمه سیالۍ کښې د نیوزي لینډ ټیم ته هم ماتې ورکړه
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نن بیا هم د ټاس له ګټلو وروسته وړومبې د بالنګ کولو پریکړه وکړه او نیوزي لینډ ته یې د بیټنګ یا توپ وهنې بلنه ورکړه.
د نیوزي لینډ ټیم په ټاکل شویو شلو اورونو کښې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۴ منډې یا رنز وکړل.
په ځواب کښې د پاکستان د ټیم د بیټنګ پیل ډیر ښه نه و او د کپتان بابر اعظم او د فخر زمان او محمد رضوان او محمد حفیظ په شان د تکړه توپ وهونکو یا بیټسمینانو په آؤټ کیدو سره یې د لوبې ګټل ډیر ګران ښکاریدل خو شعیب ملک او آصف علي د لوبډلې ملا مضبوطه کړه او په شریکه یې ټاکلی هدف، د نولسم اوور څلورم بال پوره کړ او داشان یې دغه سیالي په ۵ وکټو او د اتو بالونو په پاتې کیدو سره وګټله.
د ویلو ده چې پاکستان له دې مخکښې خپل دودیز سیال هندوستان ته په لسو وکټو تاریخي ماتې ورکړې وه.