پاکستان کښې ترهګرو اته پوځیان او پولیس وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107480-پاکستان_کښې_ترهګرو_اته_پوځیان_او_پولیس_وژلي_دي
زمونږ خبریال وايي وړمه شپه او بیګا د افغانستان له خاورې څخه ترهګرو هڅه وکړه چې په کرمې ایجنسۍ سیمه کښې له ازغن جال څخه پاکستان ته واوړي او د حکومتي عسکرو او د وسله والو کسانو ترمینځ د ډزو په تبادلې کښې دوه حکومتي ملیشا ځواکونه څلرویشت (۲۴) کلن لانس نائیک اسد علي چې د کرمې ایجنسۍ وسیدونکی دی او دغه راز څلرویشت (۲۴) کلن سپاهي اصف چې د لکي مروت سیمې وسیدونکی دی ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 28, 2021 11:01 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې ترهګرو اته پوځیان او پولیس وژلي دي

زمونږ خبریال وايي وړمه شپه او بیګا د افغانستان له خاورې څخه ترهګرو هڅه وکړه چې په کرمې ایجنسۍ سیمه کښې له ازغن جال څخه پاکستان ته واوړي او د حکومتي عسکرو او د وسله والو کسانو ترمینځ د ډزو په تبادلې کښې دوه حکومتي ملیشا ځواکونه څلرویشت (۲۴) کلن لانس نائیک اسد علي چې د کرمې ایجنسۍ وسیدونکی دی او دغه راز څلرویشت (۲۴) کلن سپاهي اصف چې د لکي مروت سیمې وسیدونکی دی ووژل شول .

وړه شپه دغه راز  د   خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت سیمه کښې هم ترهګرو د میانوالي او د لکي مروت ترمینځ  لاره کښې د پولیسو په ګزمې برید وکړ چې له کبله یې څلور (۴) پولیس وژل شوي ډي .

په وژل شویو پولیسو کښې ای ایس ايي (ASI) یعقوب خان او د پولیسو غړي مستقیم شاه ، انعام الله او رحیم الله شامل دي .

دغه راز پرون په جنوبي وزیرستان قبایلي سیمه کښې په دریو(۳) بیلابیلو سیمو کښې په بم چاودنو کښې دوه (۲)عسکر وژل شوي او یو(۱) بل ژوبل شوی دی .