د پاکستان د ترهګرې ضد ځواکونو څلور ترهګر وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107724-د_پاکستان_د_ترهګرې_ضد_ځواکونو_څلور_ترهګر_وژلي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په هنګو کښې د ترهګرۍ ضد د ځواکونو په عملیاتو کښې څلور (۴) ټروریسټان وژل شوي دي . دغه وژل شوي ترهګر د پاکستان د تحریک طالبان غړي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 11:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان د ترهګرې ضد ځواکونو څلور ترهګر وژلي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په هنګو کښې د ترهګرۍ ضد د ځواکونو په عملیاتو کښې څلور (۴) ټروریسټان وژل شوي دي . دغه وژل شوي ترهګر د پاکستان د تحریک طالبان غړي وو .

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ځواکونو  په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل مونږ د ډیمز  په سیمه کښې د پلټنې د عملیاتو له ترسره کولو وروسته چې کله د هنګو جهازو بنده سیمې ته ورسیدو نو وسله والو ترهګرو رابندې ډزې وکړې .

د ترهګرې ضد ځواکونو ترهګرو ته په ځوابي حمله کښې څلور(۴) ټروریسټان ووژل او درې (۳)نور په تښتې بریالي شول .

له ترهګرو څځه څلور ماشین ګڼې ، شپاړس (۱۶) چارجرونه او په سلګونو مرمې کشف شوي دي .

بل خبر دا چې د بلوچستان صوبې په خاران سیمه کښې په چیف چوک کښې په بم چاودنه کښې دیارلس (۱۳) کسان ژوبل شوي چې څلور (۴) پکښې مرګي حاله دي .

په دغه بم چاودنه کښې له څلورو (۴) تر پینځو (۵) کلوګرامو پورې چاودیدونکي مواد کارول شوي او دغه مواد په یوه (۱)موټر سائیکل کښې کیښودل شوي وو .