پاکستان ځان له افغانستانه لیرې نشي ساتلی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل د لویدیځو هیوادونو په شان له پاکستان سره له افغانستان څخه د ځان د لیرې ساتلو لاره نشته .
هغه وویل د افغانستان د مسلې په هکله د پاکستان او د ازبکستان موقعیت یوشان دی او دواړه هیوادونه دغه دریځ لري چې د افغانستان د خلکو په خاطر ټوله دنیا باید د طالبانو له حکومت سره تعامل ولري .
د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار معید یوسف وویل ځینې وختونه په پاکستان باندې په دې خاطر نیوکه کیږي چې له افغانستان سره اړیکې زیاتوي .
معید یوسف د دغه دریځ شاته د دلیل په بیانولو سره یې وویل لویدیځه نړۍ چې له افغانستان څخه لس زره (۱۰۰۰۰) کلومیټره لیرې ده اسایش کیدلی شي خو له مونږ سره له افغانستان څخه د لیرې پاتې کیدا هیڅ انتخاب نشته .
هغه وویل افغانستان کښې د ساړه موسم پیل شوی او د خواړو مسله شته او له خلکو سره د خپل ژوند د ضرورتونو د پوره کولو لپاره هیڅ وسائیل نشته .