ازاد کشمیر کښې ټرافیکي پیښه کښې ۲۲ کسان وژل شوي
Nov 03, 2021 13:33 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي پولیسو او عیني کتونکو وویل چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې یو (۱) بس چې پنډۍ ښار ته روان و د تخنیکي خرابۍ له کبله له یوه (۱) غره سره وجنګیده او بیا یوې پینځه سوه (۵۰۰) میټره ژورې کندې ته وغورځیده چې له کبله یې دوه ویشت (۲۲)کسان وژل شوي چې پکښې ښځې او ماشومان شامل دي .
په دغه پیښه کښې اته (۸)نور کسان ژوبل شوي هم دي .
د پونچ سیمې ډپټي انسپکټر جنرال راشید نعیم خان وویل په دغه پیښه کښې دوه ویشت(۲۲) کسان وژل شوي او پینځه(۵) ژوبل کسان هم کوټلي سیمې ته وړل شوي دي او درې(۳) نور ژوبل کسان بلوچ سیمې ته وړل شوي دي .
ټیګونه