ازاد کشمیر کښې ټرافیکي پیښه کښې ۲۲ کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107810-ازاد_کشمیر_کښې_ټرافیکي_پیښه_کښې_۲۲_کسان_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي پولیسو او عیني کتونکو وویل چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې یو (۱) بس چې پنډۍ ښار ته روان و د تخنیکي خرابۍ له کبله له یوه (۱) غره سره وجنګیده او بیا یوې پینځه سوه (۵۰۰) میټره ژورې کندې ته وغورځیده چې له کبله یې دوه ویشت (۲۲)کسان وژل شوي چې پکښې ښځې او ماشومان شامل دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 13:33 Asia/Kabul
  • ازاد کشمیر کښې ټرافیکي پیښه کښې ۲۲ کسان وژل شوي

زمونږ خبریال وايي پولیسو او عیني کتونکو وویل چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې یو (۱) بس چې پنډۍ ښار ته روان و د تخنیکي خرابۍ له کبله له یوه (۱) غره سره وجنګیده او بیا یوې پینځه سوه (۵۰۰) میټره ژورې کندې ته وغورځیده چې له کبله یې دوه ویشت (۲۲)کسان وژل شوي چې پکښې ښځې او ماشومان شامل دي .

په دغه پیښه کښې اته (۸)نور کسان ژوبل شوي هم دي .

د پونچ سیمې ډپټي انسپکټر جنرال راشید نعیم خان وویل په دغه پیښه کښې دوه ویشت(۲۲) کسان وژل شوي او پینځه(۵) ژوبل کسان هم  کوټلي سیمې ته وړل شوي دي  او درې(۳) نور ژوبل کسان بلوچ سیمې ته وړل شوي دي .