پاکستان د افغانستان خلکو ته مرستې واستولې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107826-پاکستان_د_افغانستان_خلکو_ته_مرستې_واستولې
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پاره چنار سیمې د خلکو او د ځايي حکومت لخوا له خرلاچۍ سرحدي لارې په درویشتو (۲۳) ټرکونو کښې بار شوي مرستې د افغانستان خلکو ته واستول شوې چې پکښې خوراکي شیان او درمل شامل دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2021 02:26 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان خلکو ته مرستې واستولې

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پاره چنار سیمې د خلکو او د ځايي حکومت لخوا له خرلاچۍ سرحدي لارې په درویشتو (۲۳) ټرکونو کښې بار شوي مرستې د افغانستان خلکو ته واستول شوې چې پکښې خوراکي شیان او درمل شامل دي .

د پاکستان د کرمې ضلعې په خرلاچي سرحدي سیمه کښې د افغانستان او د پاکستان د چارواکو ترمینځ غونډه وشوه او یوبل ته سندونه ورکړل شول او دغه راز له خوراکي شیانو او درملو بار ټرکونه افغانستان ته روان شول .

د پاکستان د کرمې ضلعې چارواکو ایډیشنل ډپټي کمشنر عصمت الله وزیر ، د کشمیر ارپن ریلیف خیریه موسسې مشر چوهدري اختر او د پاکستان او د افغانستان د  ملګرتیا ادارې مشر حبیب الله وویل پاکستان له دې مخکې هم د تورخم او د غلام خان او د انګور اډې سرحدي لارو د افغانستان له خلکو سره مرستې کړي دي او په راتلونکي کښې به هم د افغانستان له وروڼو سره د پاکستان مرستې دوام ولري .

د افغانستان د پولیسو یوه(۱) قومندان عمر مخلص هم وویل په موجوده مشکل وخت کښې د پاکستان لخوا دا ډول مرستې یو(۱) ښه اقدام دی او په هره موقع باندې د افغانستان له خلکو سره د پاکستان د خلکو پوره پورې مرستې له هیڅ چا پټې نه دي .