ایران پاکستان ته د هوايي سفر د بندیز له فهرسته وواته
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د کورونا د مدیریت ملي کمیټۍ خپل هیواد ته د خارجي سفرونو د نویو شرایطو په اعلانولوسره د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان هوايي ډګرونو ته د هوايي سفرونو د بندیز له فهرست څخه وویست .
د پاکستان له کورونا سره د مبارزې د عملیاتو د مدیریت ملي کمیټۍ پرون په یوې (۱) غونډې کښې د سیمې او د نړۍ په سویه او په تیره بیا په بیلابیلو هیوادونو کښې د کورونا د واکسیناسیون زیاتیدا ته په پام سره د کورونا د خپریدا له نویو شرایطو سره سم پاکستان ته د خارجي سفرونو لپاره نوي فیصلې اعلان کړې .
د دغو فیصلو پراساس د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول شپږ (۶) هیوادونه چې مخکې پاکستان ته د هوايي سفرونو بندیز ته په اړونده سي (C) فهرست کښې وو له دغه فهرست څخه وویستل شول او نور په دې هکله هرډول بندیز ختم شو .
کابو یوه (۱) میاشت مخکې هم په میرجاوه سیمه کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګډ سرحد په توګه د پاکستان تفتان سرحدي لاره هم د پاکستان د تاجرانو ، محصیلینو او د ټرکونو د ډرائیورانو لپاره خلاصه شوه .