د پاکستان خارجه وزارت:
اسلام آباد په فارس خلیج کښې د هرډول شخړې مخالف دی
پاکستان به د هیڅ هغه اقدام حمایت ونه کړي چې په فارس خلیج کښې د شخړې او په سیمه کښې د ټکاؤ او ثبات د خرابیدو لامل شي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند په خپل ګاونډ کښې د صلحې او ثبات په اهمیت باندې په تینګار سره وویل چې اسلام آباد په فارس خلیج کښې له هر ډول کشالې جوړونې او بې ثباته کونکي اقدام سره مخالفت کوي.
عاصم افتخار پرون په اسلام آباد کښې په خپلې اونیزې خبري ناستې کښې، په فارس خلیج کښې د امریکې او صهیونیسټي رژيم د بلاغوښتنو او د ایران د ایټمي تاسیساتو خلاف د تل ابیب د څرګند ګواښ په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کښې څرګنده کړه: د نړیوالو رسنیو له خوا دا ډول رپورټونه زیاتره یو ګمان ښکاري. خو په عین حال کښې پاکستان د خپل اصولي سیاست له مخې په خپل ګاونډ کښې بلې په ټوله سیمه کښې د صلحې او ثبات ملاتړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندوي ټینګار وکړ چې هیواد به یې د هیڅ هغه اقدام حمایت ونه کړي چې په فارس خلیج کښې د شخړې او په سیمه کښې د ټکاؤ او ثبات د خرابیدو لامل شي.
د اسلام آباد د حکومت د ډیپلماسۍ د مرکز د ویاند دا څرګندونې د امریکې د ترهګر پوځ له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د لوټلو د مخنیوي لپاره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د مقتدرانه او په موقع اقدام نه یوه ورځ وروسته وشوې.