د ایران او پاکستان ترمینځ ټرانزټ اسانیږي
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیر او د پاکستان د وزیراعظم صلاحکار په خپلو کښې ملاقات او موافقه وکړه چې د شیانو د ټرانزټ او د سوداګرۍ د رونق لپاره د دواړو هیوادونو د ټرکونو تګ راتګ اسانه شي
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیر او د پاکستان د وزیراعظم صلاحکار په خپلو کښې ملاقات او موافقه وکړه چې د شیانو د ټرانزټ او د سوداګرۍ د رونق لپاره د دواړو هیوادونو د ټرکونو تګ راتګ اسانه شي
د ایران د لارې او ښار جوړونې وزیر رستم قاسمي پرون په تهران کښې د پاکستان د وزیراعظم له صلاحکار عبدالرزاق داوود سره ملاقات وکړ.
په دغه ملاقات کښې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو په اسانتیا باندې ټینګار وشه او د خبرواترو یوه موضوع له ایران څخه ترکیې او اروپا ته د پاکستاني ټرکونو رسیدل او هم داشان پاکستان او چین ته د ایراني ټرکونو رسیدل وو.
د ایران او پاکستان ترمینځ د نړیوالو الوتنو پراختیا هم د دغې غونډې د خبرواترو یو بل چورلیز و.
پر دې سربیره پاکستاني لوري د (مند) په پخواني سرحد کښې د ګډې بازارچې د بیرته پرانستل کیدو غوښتنه وکړه.