افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته صادرات زیاتوي 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108006-افغانستان_ګاونډیو_هیوادونو_ته_صادرات_زیاتوي
 په دې مینځومیان کې  د افغانستان تاجران وائي ،  په دغه هیواد کې په وروستیو بدلونونو سره  نه  دي توانیدلي ، ددغه هیواد شیان اومحصولات  نړیوالو بازارونو ته  ورسوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2021 01:35 Asia/Kabul
  • افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته صادرات زیاتوي 

 په دې مینځومیان کې  د افغانستان تاجران وائي ،  په دغه هیواد کې په وروستیو بدلونونو سره  نه  دي توانیدلي ، ددغه هیواد شیان اومحصولات  نړیوالو بازارونو ته  ورسوي

فارس خبری اژانس راپور ورکړ د افغانستان د پانګونې او تجارت د کوټې  مسئولانو  وئیلي  دي ، دتیرو کلونو په نسبت  په روان کال کې  ګاونډیو هیوادونو ته د  افغانستان   دشیانو او  محصولاتو د صادراتو اندازه زیاته شوې ده .

په راپور کې وئيل شوي ، دغو مسئولانو  وئيلي ، قالي ، جلغوزه ، وچه میوه او تازه میوه  هغه شیان او محصولات دي چې  صادرات ئې  له تیرو کلونو سره په پرتله کې  زیات شوی دي .

د  افغانستنان د پانګونې او تجارت د کوټې  یوه مسئول مقام  خانجان الکوزي  وئيلي ،  ددغه هیواد د تولیداتو دصادراتو اندازه د تیر کال د مرغومې له میاشتې راهسې تر دې  دمه اته سوه درویشت میلیون ډالرو ته رسیږي ،په داسې حال کې چې  تیر کال ددغو محصولاتو   دصادراتو اندازه  اوه سوه میلیون ډ الره وه .

 په دې مینځومیان کې  د افغانستان تاجران وائي ،  په دغه هیواد کې په وروستیو بدلونونو سره  نه  دي توانیدلي ، ددغه هیواد شیان اومحصولات  نړیوالو بازارونو ته  ورسوي .

 همدااوس  د بشری حقوقو ادارې  په افغانستان کط د خوراکي موادو دکمښت په باب خبرداری ورکوي . او وائي که نړیواله ټولنه په دې باب جدي او سملاسی اقدام ونه کړي ، نو په دغه هیواد کې دانساني ناؤرین نښې نښانې رابرسیره شوي دي .