په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې رول لوبول ضروري دي
افغانستان له یوې حساسې مرحلې په تیریدا دی او باید په داخل او بهر کې د سولې د مخالفانو په نسبت هوښیار ووسي ، چې نړیواله ټولنه په دې زمینې کې مهم رول ولوبول شي .
ایرنا خبری آژانس راپور راکړ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت له پلاوي سره په کتنې کې د افغانستان د اوسنی وضعیّت او بحران دحل لپاره دنړیوالې ټولنې رول ضروري وباله او وې وئيل نړیواله ټولنه باید ددغه هیواد په نسبت پخپلو دندو عمل وکړي .
د پاکستان خارجه وزارت له دغو لیدوکاتو وروسته په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،شاه محمود قریشي ، بیګا په اسلام اباد کې د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ له پلاوي سره په کتنې کې ووئيل افغانستان له یوې حساسې مرحلې په تیریدا دی او باید په داخل او بهر کې د سولې د مخالفانو په نسبت هوښیار ووسي ، چې نړیواله ټولنه په دې زمینې کې مهم رول ولوبول شي .
دغه لیده کاته په اسلام اباد کې د د پرمختللو ټرائيکا په چوکاټ کې د پاکستان ،چین ، روسیې او امریکا د ځانګړو استازو له ګډې ناستې سره په یووخت شوي دي ، په دې ناستې کې په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتل شوي دي ، څو پخپلو ژمنو باندې په عمل کولو سره دې په افغانستان کې یو معتدل سیاست تعقیب کړي
د پآکستان خارجه وزیر له امیر خان متقي او ورسره پلاوي سره په کتنې کې د ټرائيکا غونډې له نتیجو هم دوي خبر کړل .