په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې رول لوبول ضروري  دي 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108218-په_افغانستان_کې_د_نړیوالې_ټولنې_رول_لوبول_ضروري_دي
افغانستان  له یوې حساسې مرحلې په تیریدا دی  او باید  په داخل او بهر کې  د  سولې د مخالفانو په نسبت  هوښیار ووسي ، چې نړیواله  ټولنه په دې زمینې کې  مهم رول ولوبول شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2021 09:37 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې رول لوبول ضروري  دي 

افغانستان  له یوې حساسې مرحلې په تیریدا دی  او باید  په داخل او بهر کې  د  سولې د مخالفانو په نسبت  هوښیار ووسي ، چې نړیواله  ټولنه په دې زمینې کې  مهم رول ولوبول شي .

 ایرنا خبری آژانس راپور راکړ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي  په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت  له پلاوي سره په کتنې کې  د افغانستان د اوسنی وضعیّت  او بحران دحل لپاره  دنړیوالې ټولنې رول  ضروري وباله او وې وئيل نړیواله ټولنه باید ددغه هیواد په  نسبت پخپلو دندو عمل وکړي .

 د پاکستان خارجه وزارت  له دغو لیدوکاتو وروسته په یوې اعلامیې کې  وئيلي دي ،شاه محمود قریشي ، بیګا په اسلام اباد کې د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ  له پلاوي سره په کتنې کې ووئيل افغانستان  له یوې حساسې مرحلې په تیریدا دی  او باید  په داخل او بهر کې  د  سولې د مخالفانو په نسبت  هوښیار ووسي ، چې نړیواله  ټولنه په دې زمینې کې  مهم رول ولوبول شي .

 دغه لیده کاته  په اسلام اباد کې د د پرمختللو ټرائيکا  په چوکاټ کې د پاکستان ،چین ، روسیې او امریکا د ځانګړو استازو له ګډې ناستې سره په یووخت  شوي دي ، په دې ناستې کې  په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتل شوي دي ، څو  پخپلو ژمنو باندې په عمل کولو سره دې  په افغانستان کې یو معتدل سیاست تعقیب کړي 

 د پآکستان  خارجه وزیر  له امیر خان متقي  او ورسره پلاوي سره په کتنې کې  د ټرائيکا غونډې له نتیجو هم  دوي خبر کړل .