تحریک طالبان سره خبرې اترې د ملی ګټو په خلاف دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108242-تحریک_طالبان_سره_خبرې_اترې_د_ملی_ګټو_په_خلاف_دي
د پاکستان له غیرقانونی تحریک طالبان سره د خبرو لپاره د پاکستان حکومت اعلان ته په اشارې سره وویل له ترهه ګرو او قاتلانو سره خبرې اترې د دغه هیواد د ملی ګټو ، عزت او اقتدار په خلاف دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2021 02:45 Asia/Kabul
  • تحریک طالبان سره خبرې اترې د ملی ګټو په خلاف دي

د پاکستان له غیرقانونی تحریک طالبان سره د خبرو لپاره د پاکستان حکومت اعلان ته په اشارې سره وویل له ترهه ګرو او قاتلانو سره خبرې اترې د دغه هیواد د ملی ګټو ، عزت او اقتدار په خلاف دي .

د پاکستان د وحدت مسلمین شورا عمومي منشي راجا نصر عباس جعفري د پاکستان له غیرقانونی تحریک طالبان سره د خبرو لپاره د پاکستان حکومت اعلان ته په اشارې سره وویل له ترهه ګرو او قاتلانو سره خبرې اترې د دغه هیواد د ملی ګټو ، عزت او اقتدار په خلاف دي .

ده زیاته کړه د پاکستان تحریک طالبان او داعش ترهه ګره ډله امریکا او شیطانی قدرتونو جوړه کړی تر څو له دغو ډلو د اسلام او مسلمانانوپرضد د خپلو سپیرو موخو لپاره ناوړه استفاده وکړي .

د پاکستان حکومت په وروستیو کې له تحریک طالبان سره دد اوربند خبرو ورکړچی دغې موضوع په پاکستان کې پراخ اعتراضونه راپارولی دي ، په دې ډول چی په مشرانو جرګې کې د حکومت مختلفو ګوندونو د حکومت دا اقدام د هغه له اختیاراتو بهر بللې دې او ویلی یې دي چی دولت د پارلیمان له اجازې پرته له ترهه ګرو ډلو سره د خبرو حق نلری .

له بلې خوا د پاکستان د ملی امنیت سلاکار ویلی دی چی دولت د طالبانو د بخښلو کوم پروګرام نلری .