په مختلفو سيمو کښې پاکستاني امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108304-په_مختلفو_سيمو_کښې_پاکستاني_امنيتي_ځواکونو_ته_مرګ_ژوبله_اوښته
د پاکستان په مختلفو سيمو کښې په بيله بيلو حملو د دغه هېواد لس امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2021 08:14 Asia/Kabul
  • په مختلفو سيمو کښې پاکستاني امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښته

د پاکستان په مختلفو سيمو کښې په بيله بيلو حملو د دغه هېواد لس امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د امنيتي سرچينو په نقل سرهد روئيټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې له تربت سيمې سره نزدې له وسله والو يرغلګرو سره د ډزو په تبادله کښې دوه امنتي ځواکونه ووژل شول او دريم فوځي هغه وخت ووژل شو چې غوښتل يې يو چاودېدونکې څيز شنډ کړي.

د پاکستان پوليسو همدارنګ وويل: د افغانستان له پورې سره نزدې سيمه کښې په يوه نښته کښې  دوه پوليس ځواکونه ووژل شو او پينځه نور ژوبل شول.

دغه تاوتريخوالي په داسې حالاتو کښې رامنځته شول چې د «د تحريک طالبان پاکستان» نومې ډلې د پاکستان له حکومت سره له خبرو اترو وروسته د يوې مياشتنۍ ډزبندۍ په اړه موافقه کړې ده.

د پاکستان تحريک طالبان ډلې په دغو حملو کښې د لاس د لرنې په ردولو سره وويل، دغه ډله په ډزبندۍ پابنده ده.