پاکستان د امریکا د پوځیانو د وتلو په څرنګوالي نیوکه وکړه
اوا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل نړیوالو ځواکونو او د امریکا پوځیانو درې (۳) میاشتې مخکې بین الافغاني خبرو ته له پام کولو پرته له افغانستانه شاتګ وکړ .
هغه پرون د پاکستان د ملي دفاع په پوهنتون کښې وویل اسلام اباد ټینګار کړی و چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل باید د بین الافغاني خبرواترو له پرمختګ سره یوځاې وي .
شاه محمود قریشي وویل نړیوالو ځواکونه او د امریکا پوځیان بین الافغاني خبرو ته له پام کولو پرته په بیړۍ سره له افغانستان څخه ووتل چې دغه چارې ناوړه پایلې ځان پسې لرلې .
په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د پوځیانو شتون په دغه هیواد او سیمه کښې د ترهګرۍ ناامنۍ او د نشه ییزو موادو د کر او قاچاق له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .
امریکا همدا اوس په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله نوره پیاوړي کوي او ورسره پوځي ، استخباراتي او مالي مرستې کوي چې د طالبانو لپاره ستر مشکل رامینځته کړي او په تیرو څو میاشتو کښې بم چاودنې او حملې د دغه خبرې پوخ ثبوت دی .